کوئټه۔ 17دسمبر(اے پی پی) د کوئټې په زرغون روډ سيمه كښې په مېتھو ډسټ چرچ د بمي بريد او ډزو پېښې په نتيجه كښې 2 تنه مړه او 10 نور ژوبل شوي دي۔ د ابتدائي اطلاعاتو ترمخه د اتوار په ورځ په چرچ كښې د دعا دستوره روانه وه چې په دغه مهال يوه درنه چاؤدنه وشوه چې آواز ئې تر لرې لرې تر غوږ شو۔ دې څخه وروسته د فائرنګ آواز هم واورېدلې شو چې ورسره سيمه كښې ويره خپره شوه۔ صوبائي داخله وزير سرف??از بګټي خپلو خبرو كښې ووئيل د ترهګرو هدف امداد چوك ته نزدې چرچ وو۔ ده ووئيل د كوئټې په شمول په ټوله صوبه كښې امنيت ټينګ كړے شوے۔