فېصل آباد 25 نومبر (اے ??ي پي) د فېصل آباد د نشاط آباد تاڼې په سيمه كښې سي ټي ډي سره د مقابلې په مهال د لغوا ډلې څلور ترهګر وژل شوي او د دوي څخه وسله او چاودېدونكي توكي ترلاسه ش??ي دي۔ د سي ټي ډي ??يا??د له مخې سي ټي ډي ته پټه اطلاع وركړې شوې وه چې لغوا ډله تحريك طالبان په فېصل آباد كښې د ترهګرې پلان جوړوي او د دې ډلې ترهګر فېصل آباد ته ننو??ي۔ تېره ش??ه په اطلاع د سي ټي ډي اهلكارو په سرګودها سړك په موټرسائيكلو سوارو اووه كسانو ته د ودرېدو اشاره وكړه خو هغوي د ودرېدو په ځائ په اهلكارو ډزې وكړې۔ په ځوابي ډزو كښې څلور ترهګر په موقع مړه ش??ل او د دوي درې ملګري په تېښته كښې بريالي شول۔ د ترهګرو څخه درې كلو چاودېدونكي توكي٬ دوه كلاشنكوف او نوره وسله هم ترلاسه ش??ې۔ په دې لړ كښې نورې پلټنې روانې دي۔