اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي)په سېنېټ كښې د بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لر??نكو غړو وئېلي دي چې ام??يكې ته يوازې خپلې ګټې عزيز دي٬ بايد مونږ د خپلو ګټو تحفظ وكړو٬د ام??يكې ايجنډا امن نه ٬ جنګ دې٬ ام??يكا پاكستان د مستحكم هېواد په حېث ليدلې نه شي٬ د هېواد دفاع او وقار تحفظ له ټول قام يو موټې دې۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د ام??يكائي اولس مشر د پاكستان او افغانستان په اړه د نوې تګلارې معاملې په اړه په ??حث كښې برخه اخستلو سره سناتور حافظ حمد الله ووئيل د ام??يكې ايجنډا امن نه جنګ دې٬ د افغانستان پشمول په هر ځاې كښې جنګ څخه د ام??يكې ګټه شوې٬مونږ پخپله د ام??يكې او هند مرسته كړې٬هوائي مېدانونه هغوي ته وركړې شوي۔د ريمنډ ډيوس پشان كسانو له وېزې وركړې شوي٬ مشرف عافيه صديقي هم ام??يكې ته سپارلې۔ سناتور عوث نيازي ووئيل هند چې په كشمير كښې كومه ترهه ګري كوي هغه ام??يكې ته په نظر نه راځي بايد مونږ خپلې ګټې تر نظر ساتلو سره كار وكړو۔سناتور مير كبير ووئيل د غلطو پالېسو په وجه نن په هېواد كښې ګڼ كډوال دي٬په 70 كلونو كښې مونږ فاټا د پاكستان برخه جوړه نه كړه۔سناتور سليم ضياﺀ ووئيل ام??يكا هند خوشحالولو له ځينې اقدامات كوي۔امريكا دې د خپل پوځ په وېتنام او كمبوډيا كښې خپل حشر ياد ولري۔سناتور جا??ېد عباسي ووئيل ام??يكې چې څومره هم ډالرې راكړي د هغې څخه زيات په دې جنګ كښې زمونږ زيان شوې۔سناتور محسن لغاري ووئيل دامريكې كوم مستقل دوست يا دښمن نشته٬هغه د خپلو ګټو ترمخه پرېكړې كوي٬مونږ له به د خپلو ګټو پريكړې كول وي٬سناتور سراج الحق ووئيل د سياست څخه ځانله بايد د ام??يكې اولس مشر له ځواب وركړې شي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې تر ټولو زيات زيان د پاكستان شوې٬د هېواد دفاع له مونږ ټول يو موټې يو۔سناتورې نسيمه احسان او عثمان سېف الله هم په دې معامله د خيالاتو څرګندونه وكړه۔سناتور مرتضٰی وهاب ووئيل د ام??يكې اولس مشر له بايد ځواب وركړې شي