اسلام آباد01 نومبر(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر ډاكټر محمد ??رو?? نسيم په مشرۍ كښې غونډه د ګل په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د آئي اېم اېف اعلٰی چارواكو د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔په غونډه كښې د قانون او انصاف پارليماني سېكرترې بېرسټر مليكه فخاري٬د قانون او انصاف سېكرټري ٬د سټېټ بېنك ګورنر او د خزانې وزارت اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د شريكې خوښې په چارو تفصيلي خبرې وشوې۔د آئي اېم اېف چارواكو په پاكستان كښې د مالياتي قانون سازۍ په اړه خپلې پوښتنې وړاندې كړی۔ډاكټر ??رو?? نسيم د آئي اېم اېف چارواكو د پ??ښتنو په زړه پورې ځواب وركړو۔دغسې آئي اېم اېف چارواكو د قانون وزير په ځوابونو د اطمينان څرګندونه وكړه او د ډاكټر ??رو?? نسيم ستائنه يې وكړه۔ډاكټر ??رو?? نسيم په پاكستان كښې د مالياتي قانون سازۍ په اړه د آئي اېم اېف چارواكي د قانوني پيچدګو نه خبر كړو۔وفاقي وزير د كووېډ په مهال په مرسته د آئي اېم اېف مننه وكړه۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان پرمختګ او سختو حالاتو څخه ويستلو لپاره د قانون وزارت شپه او ورځ كار كوي