اسلام آباد 20 اکتوبر(اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د خېبرپښتونخوا حكومت ته سپارښتنه كړی چې نيو بالاكوټ سټي(د بالاكوټ نوې ښار)ته دې د سېلګرۍ ځاې په توګه پر??ختګ وركړے شي۔د وزيراعظم دفتر مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د شورو په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې نيو بالاكوټ سټي ته د سېلګرۍ مركز په توګه د ترقۍ وركولو په اړه غونډه وشوه۔په دې مهال وزيراعظم ووئيل حكومت په هېواد كښې د سېلګرۍ ودې لپاره په غره ايزو سيمو كښې د سېلګرۍ نوې ځايونه جوړوي۔دې مقصد لپاره د سېلګرۍ او مېلمستياﺀ په څانګه كښې نجي سرمايه كار د پبلك پارټنرشپ له مخې سرمايه كارۍ كو??و ته راغب كو??ې شي۔وزيراعظم اړوندو صوبائي او وفاقي چارواكو ته هدايت وكړو چې هغوي په دې لړ كښې نجي سرمايه كارو ته آسانې وركولو لپاره ټول ضروري اقدامات وكړي۔ده د خېبرپښتونخوا حكومت ته سپارښتنه وكړه چې هغه دې پر??ژه د ايرا نه واخلي او د سېلګرۍ د يوځاې جوړولو په توګه دې ترسره كړي۔وزيراعظم سپارشټنه وكړه چې په منطقه كښې غذائي تحفظ باو??ي كولو لپاره د كركيلې زمكه په پر??ژه كښې شامله نه كړئ۔ دغسې وزيراعظم ته د پر??ژې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د دې پر??ژې ترسره كېدو سره به نه يوازې د سېلګرۍ په اوسنو ځايونو فشار ??م شي بلكې د حكومت د آمدن ذريعې به هم ډېرې شي