اسلام آباد 14 اكتوبر ﴿اے پي پي﴾د خزان?? وفاقي وزير شوكت ت??ين وئېلي دي حكومت په هېواد كښې غېر ملكي سرمايه كاري راغب كولو لپا??ه ګڼ شمېر اقدامات كوي٬دې مقصد لپاره آسانيو كښې پراختيا كولې شي او ولاړ ټول خنډان به لرې كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په واشنګټن ډي سي كښې د يو اېس اے پاكستان بزنس كونسل سيوري لاندې ګول ميز غونډې ته د خپل خطاب په مهال كړې۔په غونډه كښې د امريكې چيمبر آف كامرس استازو٬نامتو كاروباري ادارو٬د پاكستان سټېټ بېنك ګورنر٬د خزانې سېكرټري او په امريكا كښې د پكستان سفير ګډون كولو۔د خزان?? وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې حكومت د پائيدار اقتصادي پرمختګ لپاره عزم لري او د وزيراعظم عمران خان په سپارښتنه كمزورې طبقې لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات پورته كړے كېږي۔ده ووئيل موجوده حكومت ته يو مشكل صورتحال په ورثه كښې ترلاسه دے٬د دانشم??ده پالېسيو او مالي استحكام هڅو په نتيجه كښې اېف بي آر د مالي كال 22-2021 په وړومبنو دريو مياشتو كښې د خپل هدف نه نزدې 180 اربه روپۍ زيات محصولات ترلاسه كړي۔د خزان?? وفاقي وزير ووئيل حكومت د غېر ملكي سرمايه كارو او سوداګرو لپاره د يو سازګار ماحول وركولو عزم لري۔ده د امريكې كاروباري ادارو ته خاص اقتصادي زونز(SEZs) كښې د وړاندې كړو موقعو څخه د ګټې پورته كولو بلنه وركړه او په دې موقع يې د مرستې باور هم وركړو