اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي دي چې كا??ياب پاكستان پروګرام په اقتصادي توګه د كمزور طبقو په حالت زار كښې د بهترې په اړه د حكومت كليدي پروګرام دے، د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل بانكونه د وړوكي قرض وركوونكو ادارو ?? لارې د ټولنې په معاشي توګه كمزور او غريب طبقو لپاره مربوط كړې شوي دي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ د كا??ياب پاكستان پروګرام د سټېرنګ كمېټې او د مشاورتي بورډ غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په غونډه كښې د ټولو اړوند شراكتدارو په م??ور?? د كا??ياب پاكستان پروګرام د ډيزائن او خدوخال جاج واخستل شو او د دې منظوري وركړې شوه. په غونډه كښې د تفصيلي مشاورت نه پ?? پرېكړه وكړې شوه چې د هول سېل لېنډرز﴿بېنكس﴾ ټاكنې لپاره به د نېلامې جامع طريقه كار اختيارولې شي كوم به چې د وړوكي قرض وركوونكو ادارو سره مربوط وي.