اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قر??شي وئېلي دي په بشري بنيادونو د افغانستان مرسته كوو٬په افغانستان كښې د انساني بحران مخ نيوي لپاره كه څوك د افغانستان په سمدستي توګه مرستې له چمتو نه دي نو كم از كم د ديواليه كېدو څخه دې افغانستان وساتلے شي ۔د قطر نائب وزيراعظم او خارجه وزير شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ووئيل پاكستان زمونږ سترات??ژك?? شراكتدار دے٬پاكستان سره د دفاعي او اقتصادي څانګو پشمول په بېلو څانګو كښې اړيكې لا مستحكمول غواړو۔د زيارت په ورځ د پلاوي په كچ د خبرو اترو نه پس په خارجه وزارت كښې شريك خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې خارجه وزير شاه محمود قر??شي ووئيل د پلاؤيو په كچه هم ګټه ورې خبرې شوي۔ده ووئيل افغان امن عمل كښې د قطر او په خاص توګه د خارجه وزير شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني كردار د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل د قطر خارجه وزير ما د بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره د شوو خبرو اترو نه خبر كړے۔شاه محمود قر??شي ووئيل مونږ دې خبرې ته صلاح شوي يو چې د افغانانو تحفظ او معاونت ته اړتيا ده دغسې مونږ له به د امن په ضد عناصرو باندې نظر ساتل وي۔شاه محمود قر??شي ووئيل مونږ په بشري بنيادونو د افغانستان مرسته كوو٬په دې لړ كښې پاكستان وړاندې څخه د مرستې سامان كابل ته لېږلے ٬ دغسې په سباؤن كښې به په زمكيزه لاره نور سامان هم كابل ته لېږلے شي۔ده ووئيل مونږ د پاكستان او قطر ترمينځه د دوه اړخيز مرستې مېكنزم لا فعاله كولو ته اتفاق كړے ۔ به جغرافيائي اعتبار سره يو بل سره د نزدې پاتې كېدو په وجه د فوډ سېكورټي په څانګه كښې مرسته زياتولې شوو ۔ ده ووئېل په دې خبره خوش??ال?? محسوسوم چې قطر سماجي او اقتصادي څانګه كښې د نورو پاكستانيانو د خذمات ترلاسه كولو خوښي لري۔شاه محمود قر??شي ووئيل ما د قطر خارجه وزير ته خواست كړے چې قطر ته تلونكي هغه پاكستانيان كومو ته چې ويكسين لګېدلي هغوي له په كور كښې د قرنطينه آسانۍ وركړې۔د قطر نائب وزيراعظم او خارجه وزير ووئيل قطر او پاكستان خپلو كښې د ورورولۍ اړيكې لري٬پاكستان زمونږ ستراتېژېكي شراكتدار دے۔مونږ د پاكستان سره دفاعي او اقتصادي څانګو پشمول په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمول غواړو۔دوي ووئيل مونږ په افغانستان كښې امن٬استحكام او خوش??ال?? ليدل غواړو او په افغان امن عمل كښې د پاكستان د مخلصانه هڅو ستائنه كوو