اسلام آباد۔22اګست(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خصو??ي مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي پی ??ی اېم کرپټ پارټي الائنس دے ٬ د بلها كرپشن د لارې هېواد تيرو ته ټېله كړے شوے٬ قام نواز شريف څخه حساب غواړي ٬ وزيراعظم عمران خان د چھانګا مانګا سياست دفن كړے٬ اوس به راج د سپېځلتيا وي۔ د اتوار په ورځ د نون ليګي لارښودو په خبري كنفرنس خپل غبرګون كښې هغه ووئيل پی ??ی اېم کرپټ پارټي الائنس دے٬ د كال 2008 نه تر كال 2018 د كرپشن زرين دور ؤ٬ د بلها كرپشن د لارې هېواد تيرو ته ټېله كړے شوے۔ هغه ووئيل ډالر په مصنوعي توګه مستحكم ساتلو سره معيشت ته زيان رسولې شوې دې۔ ډاكټر شهباز ګل ووئيل د موټروېز ستائنې كوؤنكو نااهلو دا ګاڼه اېښودلو سره قرض اخستې دې۔ قام د نواز شريف نه حساب غواړي۔ خصو??ي مرستيال ووئيل څوك چې په ټاكنو كښې د ټګۍ فرياد كوي هغوي د اصلاحاتو نه تېښته كوي۔ دوئي ته هغه ټاكنې قبولې وي كومو كښې چې دوئي ټګي وك??ې شي۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان د چھانګا مانګا سياست دفن كړے٬ اوس به راج د سپېځلتيا وي