اسلام آباد 09اګست (اے پي پي) د محرم الحرام په مهال به ټول فكري ??كتبونهد روادارۍ او د روغې جوړې په ځاےساتلو لپاره د زړه د كومي هڅې كوي٬ په مجلسونو او دستورو كښې به د كرونا په اېس او پيز په سختۍ سره عملدرامد باوري ??ولې شي٬ دغسې چې د كرونا وائرس بيا خپرېدو څخه بچ شو ٬ په قامي او د هېواد په حالاتو او چارو د هر مكتبه فكر علماﺀ كرام به يو موټې وي ۔ د ګډې دا اعلاميه د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ او د مذهبي چارو وزارت كښې د اسلام آباد او پېنډۍ د بېلا بېل مسلكونو نوموړو علماﺀ كرامو٬ عظام٬ خطباء ا?? مذهبي شخصياتو مذهبي همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص ا??تا??ي حافظ طاهر محمود اشرفي په مشرۍ كښې د غونډې نه پس جاري ??ړې شوې۔ د اعلاميې له مخې د نورو مسلكونو د اكابرينو به احترام كوٶ او د يو بل د مقدساتو د توهين او تنقيص نه به ډډه كوٶ٬ علما كرام دې په خطبو او مصنفين دې په خپلو تقريرونو او تحريرونو كښې توازن او اعتدال پېدا كړ?? او د داسې راپاروٶنكو بيانونو او تحريريونو نه دې ډډه وكړي كومو سره چې د نورو زړونو ته ازار رسېدے شي۔ د اعلاميې له مخې مسلكې شخړې به د شريك مشاورت٬ روغې٬ جوړې او د سنجيده مكالمې د اوصولو په رڼا كښې ترسره كولې شي۔ د اعلاميې له مخې د امهات المومنين ، صحابه كرام ، اهل بېت اطهار، اولياﺀ كرام ، تابعين و تبع تابعين او د امت د ټولو اكابرينو ادب او د احترام به خيال ساتلے شي او په دې كښې به نه د چا سپكاوے او نه تنقيد كولے شي۔ علماﺀ كرام دې د كربلا پېښې په تناظر كښې د كشميريانو د قربانيو هم ذكر وكړي او په دو كېدونكې ظلمونه دې هم نړۍ ته په ډاګه كړ??۔ د دې نه وړاندې د محرم الحرام په مهال مسلكي رواداري باوري ??ولو لپاره د مذهبي چارو وزارت تر سېوري ??اندې د علماﺀ كرامو غونډه مذهبي چارو لپاره د وزيراعظم خاص ا??تا??ي علامه طاهر اشرفياو نورو اړونود چارواكو په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښ علامه عارف واحدي، مولانا چراغ الدين شاه، مولانا تنوير علوي، مولانا ابوبكر ح??يف صابري، مولانا طاهر عقيل اعوان، پير عظمت الله سلطان، مولانا عبد القدوس، علامه اختر عباس، مولانا بشارت امامي، د اسلام آباد دوهم كشمنر، د داخله وزارت او د اېن سي او سي لوړو پورو ګډون وكړٶ