اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د نادرا چيئرمېن طارق ملك وئيلي دي چې په كر??چې كښې د نادرا د دفترو د كاركردګۍ ښه او موثر كولو ضرورت دے، په قومي اداره كښې به ناقص كاركردګي، بدعنواني او كرپشن كوونكي ونه زغملې شي، 39 ملازمين اېجنټ مافيا سره په تړون او مېرمنو سره په ناروا سلوك معطل كړې شوي دي، د ادارې بدعنوان عناصرو ته به د قواعدو و ضوابطو له مخې سزاګا??ې وركولې شي. ده دا خبرې په كر??چې كښې د رېجنل هېډ آفس او د نادرا د بېلا بېلو دفترو د بيړنې دورې په مهال ملازمينو سره د خبرو په مهال وكړې. د جارې شوې خبر پاڼې له مخې د نادرا چيئرمېن طارق ملك په كر??چې كښې د نادرا د دفترو د كاركردګۍ بهتر او موثر كولو لپاره د نويو اقداماتو جاج هم واخستو، د?? د نادرا د دفترو ناڅاپي دورې وكړې او د خلقو نه ئې د ستونزو پوښت??ې وكړې او په موقع ئې احكامات جاري كړل.