اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) په پاكستان نيوي كېډټ كالج اورماړه كښې د انعاماتو د تقسيم كلنه دستوره وشوه. په دې موقع د دفاعي پېداوار وفاقي ??زيره زبېده جلال خان خاص مېلمنه وه. په دستوره كښې كمانډ كوسټ وائس اېډمرل زاهد الياس هم ګډون وكړو. د پاك بحريه د اولسي اړيكو څانګې لخوا جاري شوې خبرپاڼې له مخې په دې موقع وفاقي ??زيرې زبېده جلال ووئيل چې په ساحلي سيمو او په خاص توګه د بلوچستان اولس خېر ښېګړې لپاره د پاك بحريه هڅې د ستائنې وړ دي. پاكستان نيوي كېډټ كالج اورماړه د ساحلي سيم?? پرمختګ لپاره د پاك بحريه د هڅو مظهر دے. وفاقي ??زيرې كېډټس ته انعامات او اسناد وركړل. زبېده جلال د كېډټ كالج اورماړه د بېلا بېلو روانو او ترسره شوي?? پروژو جاج هم واخستو. وفاقي ??زيرې د پاك بحريه روغتون پي اېن اېس درمان جاه او د بحريه ما??ل كالج اورماړه دوره هم وكړه.