اسلام آباد 30 جون (اے پی پی) چين او پاكستان د سي پېك پروژې له مخې د صنعتي مرستې په دائر?? كار كښې رشكئي اكنامك زون ته ډېر اهميت وركړے٬د شنګهائي مرستې تنظيم د برخې په توګه د رشكئي اقتصادي زون زيات په ډ??ګه كولو لپاره يو آن لائن كنفرنس وشو۔كنفرنس ته په خپله وېنا كښې د انډسټريل پارك پراجېكټ ډائرېكټر آپرېشن مس وانګ په پاكستان كښې د سرماي?? كارۍ موقعو او د انډسټريل پارك ګټو په اړه تفصيلي پريزنټېشن وركړو۔هغې ووئيل په پاكستان كښې د كان كنۍ٬ د زرعي مصنوعات پراسيسنګ٬تعميراتي او عمارتي ساز او سامان٬ټېكسټائلز٬كميائي مصنوعات٬ګاډو٬تماكو٬څرمنې او د نورو څانګو په مصنوعات كښې د سرماي?? كارۍ پراخا موقعې موجود دي۔كنفرنس ته د پارټي وركنګ كمېټۍ غړي او د سكاډا منيجمنټ كمېټۍ ډپټي ډائرېكټر ژيانګ ژيانګ په خپله وېنا كښې ووئيل د شنګهائي مرستې تنظيمونو په چنګ ډاؤ كښې په 361 پروژو كښې د 238 ملين امريكائي ډالرو غېر ملكي سرماي?? كاري كړې۔ده هيله څرګنده كړه چې د پاكستان او سكاډا ترمينځه به روابط وده وكړي۔وېنا كونكو ووئيل چين او پاكستان د سي پېك پروژې له مخې د صنعتي مرستې په دائر?? كار كښې رشكئي اكنامك زون ته ډېر اهميت وركړے۔د دې كنفر??س اهتمام٬سكاډا٬پاكستان چائنا سنټر٬سي آر بي سي په شريكه كړے ؤ