اسلام آباد 24 جون(اے پی پی(د وزيراعظم د س??اسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئېلي دي مونږ اپوزېشن سره ذاتي نه نظرياتي جنګ كوو ٬د لوټ مار كوونكو په ضد به د احتساب عمل د كوم امتياز نه بغېر روان وي۔نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ??و??يل پيپلز پارټي پرله پسې په درېم ځل په سندھ كښې حكومت كوي خو د بد مرغه د صوبې خلق نن هم پسماندګۍ سره ژوند تېروي۔هغوي ته د ژوند تېرولو بنيادي آسانۍ ترلاسه نه دي٬تېر كال د س??و خوړولو ويكسين نشتوالي په سوب 7 نيمه سوه كسان مړه شوي وو۔ ده ??و??يل سندھ كارډ لوبول د پيپلز پارټۍ عادت جوړ شوے٬اوس پيپلز پارټي يوازې د س??دھ دننه پاتې شو۔ ده ??وئېل په سندھ كښې د روغتيا٬تعليم او پوليس نظام كښې د خرابو ذمه وار د س??دھ حكومت دے كله چې هغوي خپله نااهلۍ پټولو لپاره په وفاق تورونه لګوي نو هغوي ته خپله څېره ښودل ضروري وي ۔ده ??وئېل سمندر پورې پاكستانيان د هېواد برخه دي او هغوي ته په ه?? صورت كښې د ووټ حق وركول پكار دي