هري پور 27 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان به د جون په 05مه نيټه د ماحوليات د نړيوالې ورځ كوربتوب كوي٬ پاكستان په ھغه څلورو هېوادونو كښې شامل دے چې د ماحوليات زيات اثرات سره مخ دے٬ ١٠ بېليون ټري ??ون??مي او د قامي پارك جوړولو منصوبو پشمول نور اقدامات د دې صورتحال د مخنيوي د سلسلې كړۍ دي، نوي كول له به د ماحوليات بدلون څخه پاك پاكستان وركوٶ۔ وزيراعظم دا خبرې په هري پور كښې د ١٠ مېليون ټري ??ون??مي پروګرام په مناسبت سره دستورې ته وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان يو بوټے هم نال كړو۔ د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم وزيراعظم ته د ١٠ بېليون ټري ??ون??مي پروګرام كاميابو په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع وزيراعظم ته د ملګرو ملتونو د ماحوليات پروګرام ” نېچر کپيټل آف پاکستان” په رپورټ هم بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم په دې موقع خپله وېنا كښې ووئيل د ماحوليات نړيوالې ورځ په موقع د دستورو كوربتوب د پاكستان اعزاز دے٬ پاكستان په ھغه يو څو هېوادونو كښې شامل دے څوك چې د ماحولياتي بدلون او د نړيوال حدت مخنيوي لپاره سنجيده هڅې كوي٬ دا اقدامات يوازې ښودل نه دي بلكې راتلونكې كول ته بهتر پاكستان وركولو لپاره دې۔ ده ووئيل د اوبو انحصار په ګلېشئرز دے او د نړيوال حرارت له امله دغه په تندۍ سره ويلي كېږي چې ورسره د اوبو د كمي په صورت زياتې ستونزې رامخې ته كېدې شي٬ هم دا صورتحال په هند كښې هم دے ?? ھغٶي د اوبو انحصار هم په ګلېشئرز دے ۔ ده ووئيل دې تر مخه مونږ هڅې كوو چې راتلونكي كول ته ښه او پاك پاكستان پرېږدو۔ ده ووئيل كله چې مونږ واړه وٶ نو ځنګلونه زيات وٶ٬ ښارونه پاك او صفا وٶ٬ چرته خيرنتيا نه وه٬ د اوږد مهاله منصوبو د نشتوالي په سبب دا تباهي راغلې۔ ده ووئيل دا صورتحال ښه كېدے شي٬ سنګاپور كښې څه موده وړاندې بهېدونكے درياب د سېوريج نالۍ منظر وړاندې كوٶ٬ خو اوس چې مې وليد نو ډېر پاك ٶ او پكښې كبان وو٬ مونږ هم ھغه ماحول بېرته راوستلے ??وو٬١٠ بېليونه ټري ??ون??مي منصوبه د دې سلسلې كړۍ ده٬ مونږ قامي پاركونه جوړوٶ٬ دې سره به وائلډ لائف او برډ لائف محفوظ شي،د سېلګرۍ موقعې به راپېدا شي ۔ده ووئېل د ځنګولونو په كمېدو وائلډ لاېف كښې هم كمے راغلے۔ دغسې وزيراعظم عمران خان د ماحولياتي بدلون او بېليون ټري ??ون??مي منصوبې په كاميابۍ د امين اسلم او ?? ھغه ډلې له مباركي وركړه۔