اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د سېنېټ په غونډه ??ښې د فلسطين په صورتحال بحث پېل شوے۔ د نهې په ورځ غړو د قبله اول د بې حرمتۍ او په بې ګناه فلسطينيانو د اسرائيل د ظلمونو غندنه كولو سره ووئيل د فسلطين مسئله د تېرو اوو لسيزو راهسې ??ل طلب ده٬ د زرګونو په شمېر فلسطينيانو خپل ځانونه قربان كړي٬ د فلسطين وګړي د اسرائيل د ظلم او جبر نه خلاصولو لپاره به عملي مرسته كول وي۔ سينيټر سردار شفيق ترين ووئيل د فلسطين وګړي د اوږدې مودې راهسې د اسرائيل ظلم او جبر سره مخ دي۔ دا د نړۍ پخوانۍ ??ل طلب مسئله ده اوس وخت راغلے چې د تحريكونو او قراردادونو من??ور?? په ځائ د دوي عملي مرسته وكړې شي۔ ده ووئيل د افغانانو او پښتنو حالات هم نه دي هېرول پكار، افغان جنګ او افغانستان كښئ بدامنۍ څخه پاكستان هم محفوظ نه دے۔ده ووئېل كوئټه او چين كښئ چاٶدنې او په دې ??ښې د بې ګناه وګړو شهادت د دې ثبوت دے۔ ده ووئيل مسلمانانو له به خپلې مسئلې حل كولو لپاره يو موټے كېدل وي