اسلام آباد/كوئټه 06 مئي (اے پي پي) د وفاقي وزير اسد عمر په مشرې كښې د توان پروژو په اړه مهمه غونډه د زيارت په ورځ ??ه اس??ام آباد كښې وشوه. په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال سردار يار محمد رند، د پاور ډويژن سېكرټري ا?? نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې د بلوچستان څحه د وزيراعظم خاص مرستيال سردار يار محمد رند د بلوچستان د اولس په ستونزو خبرې وكړې او و?? وئيل چې د برېښنا غېر معمولي بندېز له امله د بلوچستان د كركيلې څانګه بدحالې ??ره مخ ده. د ځائي خلقو روزګار ځپلې شوې او د غربت په شرح كښې اضافه شوې. په غونډه كښې په بلوچستان كښې د پرمختيائي چارو تفصيلي جاج واخستل شو. وفاقي وزير اسد عمر په بلوچستان كښې د توان روانو پروژو زر تر??ره كولو هدايت وكړو او و?? وئيل چې مونږ هڅې كوو چې د بلوچستان د اولس ستونزې زر حل كړې شي.