اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) وز??راعطم عمران خان سره د هنګري د بهرنيو چارو او د تجارت وز??ر پېټر سيزج جارتو د جمعې په ورځ ملاقات كړے. د ملاقات په مهال وز??راعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه دوستانه روابطو په مناسبت او استعداد تر مخه د قامي اقتصادي اړيكو په وده زور راوړو. وز??راعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت، توان، د ا??بو وسيلو انتظام، خوراك او كركيله، سائنس او ټېكنالوجي او د لوړو زده كړو په څانګو كښې د مرستې زياتولو په ضرورت هم زور راوړو. وز??راعظم د هنګري كاروباري ټولنې ته ووئيل چې هغوي د كاروبار دوست ماحول څخه استفاده او په پاكستان كښۍ نوره سرمايه كاري وكړي. د ملاقات په مهال د كووېډ 19 وبا د معيشت په منفي آغېز هم خبرې وشوې. وز??راعظم خپل اولس ته د واكسين لګولو په لړ كښې د هنګري د حكومت د هڅو ستائنه وكړه. ده ووئيل په پاكستان كښې مونږ نه يوازې د خپل اولس د كورونا وائرس څخه ساتلو لپاره ا??دا??ات كړي بلكې په معيشت د منفي آغېز نه پس دوي د لوږې د لاسه د مرګ نه بچ كولو لپاره هم ا??دا??ات شوي . وز??راعظم د ا??غانستان په اړه په خپلو خبرو كښې ووئيل د ا??غانستان شخړه كوم پوځي حل نه لري، يوازې د خبرو د لارې سياسي حل د وړاندې تللو يواځنې لار ده. وز??راعظم د ا??غانستان څخه په ذمه واره انخلا او د سياسي حل لپاره د ا??غان ګوندونو لخوا د تند پرمختګ په ضرورت هم زور راوړو. وز??راعظم ووئيل په افغانستان كښې به د ا??ن او استحكام په تجارت او سيمه ايزو روابطو زياتولو ډېر مهم آغېز رامخې شي. د هنګري خارجه وز??ر په تود هركلي كولو د وز??راعظم مننه وكړه او د هنګري وز??راعظم لخوا ئې وز??راعظم ته نېكې هيلې ورسولې. ده ووئيل هغه د هېواد 17 نامتو كاروباري شخصياتو سره په پاكستان كښې د كاروبار د موقعو جاج اخستو لپاره راغلے. وز??راعظم د هنګري وز??راعظم ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه او دغسې د هنګري خارجه وز??ر وز??راعظم عمران خان له هم د هنګري دورې كولو بلنه وركړه