اسلام آباد 13 اپريل(اے پي پي) د خزانې٬محصولات٬صنعت او پېداوار وفاقي ??زير حماد اظهر وئېلي دي په سعودي عرب كښې مېشته پاكستانيان د هېواد قيمتي اثاثه ده٬حكومت سمندر پورې پاكستانيانو ته په پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپ??ره د روشن ډيجيټل اكاؤنټس په ??ول د ځينو آسانيو وركولو اقدامات كړي۔ ده دا خبره د نهې په ورځ د سعودي عرب لپ??ره د پاكستان نومولي سفير لېفټېننټ جنرل(ر)بلال اكبر سره د خېرسګالۍ ملاقات په مهال وكړه۔ وفاقي ??زير نومولي سفير لپ??ره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان او سعودي عرب تاريخي اړيكې لري٬د دواړو هېوادونو اولس د پیړيو نه په مذهبي٬كلتوري او تجارتي اړيكو يو بل سره تړلې دي۔وفاقي ??زير ووئيل په سعودي عرب كښې ګڼ شمېر پاكستانيان په بېلو څانګو كښې كار كوي۔ سعودي عرب لپ??ره د پاكستان نومولي شوي سفير د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ په ??انګو كښې اړيكې پراخا كولو او په دې اړه د پراخا استعداد په اړه بريفنګ وركړو۔وفاقي ??زير د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د سرمايه كارۍ او تجارت په ??انګو كښې استعداد څخه بشپړه استفاده كولو او په سعودي عرب كښې پاكستانو وګړو ته د آسانيو وركولو په حا??ت زور راوړو۔