اسلام آباد 05 اپرېل(اے پي پي) داخله وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي چې د پاكستان تحرك انصاف حكومت به خپل?? آئيني موده پوره كوي٬د پاكستان ډيموكريټك موومنټ(پي ډي اېم)د درغو دعو څخه حكومت ته هېڅ خطر نشته٬د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو ك??ې ده ووئيل چې د پي ډي اېم لخوا شوي ټول اعلانات د دروغو ثابت شو او راتلونكي كښې هم د هغوي په قسمت ك??ې د رسوائي نه زيات څه نشته٬د پي ټي آئي مشرتابه سره اولس ولاړ دے او ولاړ به وي۔ ده ووئيل چې د پي ډي اېم ګوندونه اوس د حكومت په ضد د كوم ډول تحريك چلولو قابل نه دې پاتې شوې٬د هغوي بيانيې اولس رد كړي دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ك??ې ده ووئيل چې په هېواد ګ??ې د ګرانۍ مسئلې مخ نيوي لپاره بشپړه سنجيده اقدامات كوي٬وزيراعظم باور وركړې چې هغه به د بنيا??ي ضروري څيزونو د بيعو خپله څارنه كوي او د مصنوعي طريقو څخه په بيعو ك??ې د مافيا په ضد كاروائي كولې شي