اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف لارښود سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي چې پخوا چې كومو خلكو د جرائم پېشه قبضه ګرو ډلو ملاتړ كولو٬نن چې كله هغوي نېب بلي نو د ځواب په ځاې د بريد كولو دړكې وركوي٬نواز شريف هم د قانون نه تښتېدلے دے٬قانون د كور وينزه ګڼلو سره سياست د ډھال په توګه كاروي٬په كومه هم مهذبه ټولنه كښې داسې نه وي چې عدالتونه يا آئيني ادارې پوښتنه وكړي او په هغوي بريد وكړے شي۔ براډ شيټ رپورټ وزيراعظم ته وړاندے كړے شوے دے د دې جاج اخستلو نه وروستو به تفصيلات اولس ته وړاندې كړو۔هغه د نهې په ورځ ډائرېكټورېټ آف اليكټرانك ??ېډ??ا اينډ پبلسټي او ?? نظريه پاكستان ټرسټ په مرسته اېف نائن پارك كښې د پاكستان ورځې مناسبت سره د عكسي نندارتون دستورې ته خطاب كولو۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل پاكستان جوړولو له بلھا قربانۍ ??ركړې شوې دي٬د پاكستان جوړولو مقصد يو داسې هېواد ترلاسه كول ?? چرته چې آئين او قانون ته سرلوړي ترلاسه وي۔هغه ووئيل دې هېواد لپاره پاك پوځ امنيتي ادارو او ??ولس ډېرې قربانۍ ??ركړې دي٬په دې هڅو كښې مېرمنو هم بشپړه برخه اخستې ده۔هغه ووئيل زمونږ په هېواد كښې يو داسې عادت جوړ شوے كوم چې د ټولنې اخلاقي معيار لله مينځه وړلې نن كرپشن كرپشن ګڼلې نه شي او ??شرافيه په قانون پسې خندا كوي۔هغه ووئيل مونږ داسې ټولنه غواړو كومه كښې چې قانون ټولو لپاره يو ډول ??ي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل ځينې عناصر د خپل دولت او ??ائيدادونو بچ كولو هڅې كوي۔ نندارتون كښې د ډائرېكټورېټ آف اليكټرانك ??ېډ??ا اينډ پبليكېشن لخوا په خاص توكه د پاكستان ورځې په اړه تيار كړې شوې ملي سندره او ??ستاويزي فلم وړاندے كړے شو۔د دستاويزي فلم د لارې د موجوده حكومت هغه ګامونه هم په ګوته كړے شو د كومو د لارې چې د پاكستان د يو عظيم اسلامي فلاحي رياست خوب رېښتيا كولے شي