كولمبو 24 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ?? پاكستان او سري لنكا ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت، سرمايه كارې او د تجارتي مرستې د ودې د لارې د اقتصادي شركت زياتولو په اهميت ټينګار كولو سره وئيلي دي پاكستان او سري لنكا تل د يو بل ملګرتيا كړې، پاكستان به راتلونكي وخت كښې هم د سري لنكا بشپړ ملاتړ روان ساتي. ده دا خبرې د سري لنكا صد?? ګوتابايا راجا پكسے سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. د دواړو مشرانو ترمېنځه په كولمبو كښې په ايوان صد?? كښې يو په يو ملاقات وشو او د دې نه پس د پلاويو په كچه هم خبرې وشوې. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري بيان له مخې ملاقات په ښه ماحول كښې شوے. په دې موقع وزيراعظم عمران خان ?? پاكستان او سري لنكا ترمېنځه ?? همغږۍ او د شريكې مرستې په بنياد د اړيكو په اهميت ټينګار وكړو. وزيراعظم عمران خان ?? پاكستان او سري لنكا ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت، سرمايه كارې او د تجارتي مرستې د ودې د لارې د اقتصادي شركت زياتولو په اهميت ټينګار وكړو. ده ?? پاكستان او سري لنكا ترمېنځه د كركيلې، سېلګرې، سائنس او ټېكنالوجې، لوبو، تعليم او د كلتور پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې په نزدې مرسته زور راوړو او غربت ختمولو لپاره ئې د يو بل د تجربو څخه د استفادې كولو اهميت هم بيان كړو. وزيراعظم ووئيل پاكستان او سري لنكا تل د يو بل ملګرتيا كړې.ده په سباٶن كښې هم د سري لنكا د ملاتړ روان ساتلو د عزم پخلے وكړو. وزيراعظم عمران خان او د سري لنكا صد?? په ګڼ اړخيزه فورمونو د مرستې د عزم څرګندونه وكړه. په سيمه ايز تناظر كښې وزيراعظم امن، پرمختګ او د رابطې په اړه د خپل وژن څخه د سري لنكا صد?? خبر كړو. دغسې وزيراعظم د سري لنكا صد?? ګوتابايا راجا پكسے ته ?? پاكستان د دورې كولو بلنه هم وركړه