اسلام آباد۔18فر??ری (اے پی پی) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري وئيلي دي اسلام د ټولو مذهبونو د احترام درس وركوي۔ پاكستان په هغه هېوادونو كښې شامل دے كومو چې اقليتونو ته ذاتي حقونه وركړي۔ دا خبره هغې د زيارت په ورځ ??ېر??نو لپاره د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ كنفرنس ته د خاص مېلمنې په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ د كنفرنس اهتمام د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ كونسل جامعه اشرفيه او ډيوسز آف پشاور ٬ چرچ آف پاكستان كړے ؤ ۔ كنفرنس ته خپل خطاب كښې ډاكټر شيريں مزاري ووئيل په آئين كښې د وركړے شوو حقونو تحفظ له حكومت مناسبه ستراتيجي خپله كړې ۔ هغې ووئيل د ټولنې تر ټولو كمزورې طبقه ??ېر??نې او اقليتونه دي ٬ د دوئي حقونو ته به تحفظ وركول وي۔ هغې ووئيل اسلام مونږ ته د ټولو مذهبونو د احترام كولو درس راكوي۔ هغې ووئيل د همكارانو په مشاورت سره مونږ هندو مېرج بل، کرسچین مېریج بل او طلاق بل جوړ كړے په كومو كښې چې دا خبره منلې شوې چې ډېرې مسئلې به لا حل كول وي۔ هغې په اېنټی رېپ آرډیننس، په زور د مذهب بدلولو او د جبري ودونو كولو بل په شمول د ??ېر??نو حقونو ته تحفظ وركولو له په پورته كړو حكومتي ګامونو رڼا واچوله۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشر??ی ووئيل په اصلاحاتي عمل كښې د ??ېر??نو كردار زيات مهم دے۔ پېغمبرانو علېهم السلام د مذهبي همغږۍ پېغام وركړے۔ هغه ووئيل پاكستان غېر مسلمو ته يو برابر حقونه وركوي۔ هغه ووئيل اسلام كښې د جبري ودونو كولو كوم تصور نشته۔ كنفرنس كښې بېلو اقليتونو سره تعلق لرونكو ګڼ شمېر ??ېر??نو ګډون كولو۔ په دې مهال خاص مېلمنې منتظيمونو له شيلډز هم وركړل