اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي پي ډي اېم د سر??اري ملازمانو راپارولو هڅو كښ?? ناكامۍ سر?? مخ شوے۔ د لوئي څښتن شكر دے وزيراعظم عمران خان پرون د ګر??ډ 1 نه تر ګرېډ 19 سر??اري ملازمانو په تنخاګانو كښې 25 فيصده اضافه كړې او صوبو ته ئې زمونږ په هدايت د عمل درآمد كولو سپارښتنه كړې۔ د پمز ډاکټرانو او د ټولو نه لويه خبره دا چې د تحريك لبېك پاكستان (ټی اېل پی) سر?? زمونږ روانه معامله په غوره ډول سر ته ورسېده۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د جمعې په ورځ خپل يو وډيو پېغام كښې وكړه۔ هغه ووئيل موجوده حكومت د ناموس رسالت تحفظ له څه هم كولو له چمتو دے۔ پي ډي اېم بشپړه هڅه كړې چې سر??اري ملازمان راوپاروي ولې هغوي په خپل مقصد كښ?? ناكامه راغلي۔ شېخ رشید احمد ووئيل سر?? د دې چې زمونږ لاسونه د اپوزيشن د غلا او لوټ مار د لاسه تړلې شوي ولې بيا هم تېره ورځ وزيراعظم ناله لئي لپاره د 70 اربه روپو جاري كولو احكامات جاري كړي دغسې چې دوه كاله كښ?? ناله لئي منصوبه ترسره كړې شي۔ داخله وزير ووئيل دا منصوبه به د پېنډۍ نقشه بدله كړي۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان په دې منصوبه په سمدستي توګه د كار پېل كولو سپارښتنه هم كړې