اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د وزيراعظم د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر ??ابر اعوان وئيلي دي پاکستان ډېمو کرېټک موومنټ (پی ډی اېم) اسلام آباد كښې د دھرنې او احتجاج په نامه ټوقې كړي۔ په لاريون كښې ګاډي زيات او خلق كم وو۔ د تحریک انصاف حکومت د اپوزیشن احتجاج له امله نور زيات مضبوط او اولس كښې زيات مقبول شوے۔ د نهې په و??ځ د محمود خان اچكزئۍ د سركاري ګودام لوټ كېدو په بيان په نجي ټوي چېنل خپل غبرګون كښې هغه ووئيل يو ډاكو د ډاكې اچولو اجازه غوښتې ده۔ حكومت به چا له د جرمونو كولو او د ډاكې اچولو اجازه و??نه كړي۔ كه د قانون خلاف ورزي وكړې شوه نو قانون به خپله لار جوړوي۔ ډاكټر ??ابر اعوان ووئيل د محمود خان اچکزئی په شمول د پي ډي اېم نورو لارښودو كو??ني مفادات په پاكستان كښې دي او د غلا په مال جوړ كړي جائيدادونه بهر دي۔ هغه ووئيل مريم نواز دې قام ته اووائي چې د نواز شريف د تښتېدو نه و??وستو احتساب عدالتونو او د لاهور او اسلام آباد هائیکورټس نه څومره اجازه اخستې شوې۔ ډاكټر ??ابر اعوان ووئيل قوم ته معلومه شوې چې يو اړخ ته منی لانډرنګ او بدعنوانیو كښې ككړ او د اپوزيشن ګوندونو مشران په سړكونو ناست دي او بل اړخ ته د تحريك انصاف حكومت د اولس د خذمت مشن مخ په وړاندې ??يائي۔ هغه ووئيل د اپوزيشن د ټول تحريك مقصد اېن آر او اخستل دي كومه به چې په كوم هم صورت هغوي ته ترلاسه نه شي