د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري
اسلام آباد۔31دسمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئيلي دي د غېر مس??مو عبادتخانو ته زيان رسول د اسلامي تعليمات په ضد كا?? دے۔ آئین هم د غېر مس??مو د ودانيو او عبادت ځايونو په حفاظت زور راوړي۔ د ??يا??ت په ورځ خپل يو بيان كښې هغه ووئيل كرك كښې ځينې خلقو د يو مندر ورانولو سازش كړے د كوم به چې كله هم اجازه ورنه كړے شي ۔ اسلام او د پاكستان آئين غېر مس??مه اقليتونو ته مذهبي آزادي وركوي۔ وفاقي وزير ووئيل د دې معاملې په سولېزه ډول حل له د مذهبي چارو وزارت د سيمې مذهبي لارښودو سره تماس نيولے۔ د کرک هندو کمیټۍ مندر سره خواته د زمكې اخستو سره د مندر په پراخا كولو ځائي خلق راپارېدلې وو۔ د كرك انتظاميه پېښه كښې ككړ كسان نيسې۔ ځائي هندوان دې هم له صبر نه كا?? واخلي۔ د اقليتي چارو صوبائي وزير وزیر زادہ، د صوبائي اسمبلۍ غړي روی کمار او د قومي اسمبلۍ پخواني غړي مولانا شاه عبد العزيز سره په خبره اترو معامله حل كولل شي۔ وفاقي وزير ??يا??ه كړه چې چاته به كله هم دا اجازه ورنه كړې شي چې هغه د اقليتونو د مقدسو ځايونو ړنګ كولو هڅه وكړي۔ وفاقي وزير ووئيل دا پېښه پاكستان كښې د مذهبونو ترمينځه ه??غږ?? ته د زيان رسولو سازش دے۔