سیالکوټ 09 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي برآمدات زياتولو او صنعت ته ودې وركولو ته حكومت پام لرنه كوي،سیالکوټ كښې به په يو زر ايكړه زمكه صنعتی سټيټ جوړولو له د زمكې وركول باوري كولې شي،د پاکستان د هر يو ښار ماسټر پلان به جوړولے شي او د ښاريو حدبندی به كولې شي دغسې چې د ښارونو خپريدلو مخنيوي وكړے شي،سیالکوټ كښې د ټیکنالوجي او اپلائیډ سائنسز انسټیټیوټ د بنياد تيګه اېښودل يوه كاميابي ده۔ده د شورو په ورځ سیالکوټ كښې د کامیاب جوان پروګرام ترمخه د چيكونو وركولو دستورې ته وينا كوله۔ په دې موقع د پنجاب وزیراعلی عثمان بزدار، د وزیراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار هم خطاب وكړو۔وزیر اعظم په پرمختيائي پیکیج مبارکي وركولو سره ووئيل تير وخت كښې د اولس د ټيكس د روپو منصوبه بندی نه ده شوې او يواځې خپل ذاني تشهير لپاره پېسه استعمال شوې، قا?? د ??کومت څخه هيله لري خو په كومه بټن وهلو بدلون نه راځي۔ده ووئيل سیالکوټ لپاره صوبائی حکومت كوټلې منصوبه بندی کړې، د څښلو پاكو اوبو وركړه او پارکس په دې كښې شامل دي۔ده ووئيل مونږ هڅې كوو چې د هر يو ښار يو خپل ماسټر پلان وي چې ترمخه ئې د ښار حد بندی وي دغسې چې دې څخه ښارونه زيات پراخه نه شي۔ كه د ښارونو خپريدل داسې روان وؤ نو زرعی زمكه به ختمه شي او نوو نسلونو ته به مشکلات وي۔ د سیوریج سسټم نه لرلو په سبب د څښلو اوبه مسئله وي۔وزیر اعظم ووئيل ما په سیالکوټ كښې د هوائي ميدان په جوړولو وړاندي مبارکي وركړې وه او اوس د ائیر سیال د كوم چې ??رانسته شوې په دې کاروباري طبقې له مبارکي وركوم۔وزیراعظم عمران خان ووئيل خېبر پښتونخوا كښې زمونږ حکومت په هری پور كښې د سائنس او ټیکنالوجي انسټیټیوټ جوړ كړ?? ؤ دغسې سیالکوټ كښې هم نن د ټیکنالوجي او اپلائیډ سائنسز پوهنتون د بنياد تيګه ايښودلې شوي۔د دې کریډټ ډاکټر عطاء الرحمن ته ترلاسه دے چا چې د مشرف په دور كښې اعلی تعلیمی کمیشن لپاره په زړه پورې خذمات ترسره كړي۔ده ووئيل قامونه د اعلی تعلیم ،انجینئرنګ ، سائنسی ادارو په بنیاد مخ په وړاندې ځي۔برتانيه كښې کیمبرج او آکسفورډ دوه پوهنتونونه دي كومو چې ??ولې نړۍ له سائنسمدار او لیډر وركړي??زم??نږ بدقسمتی ده چې تير وخت كښې دې پلو پام لرنه نه ده شوي۔ده ووئيل د پاکستان حکومتونو پخوا د صنعت څانګې ته پام لرنه ده كړ??،د سیالکوټ وګړي دا خوبي لري چې ??غوي په جذبه كار كولو سره سیالکوټ يو انډسټریل حب جوړ كړ??۔اوس د خوش قسمتۍ سره دلته داسې حکومت دے د كوم پالیسی چې برآمدات زياتول او صنعت ته وده وركول دي۔ ده ووئېل حکومت د سیالکوټ صنعت کارو سره ولاړ دے۔دلته د انډسټریل اسټیټ لپاره د يو ايكړ زمكې غوښتنه شوې ٬ د وزیر اعلی سره د مشاورت کولو نه پس به ډير زر دې له حتمی شکل وركړو۔ده ووئيل د کامیاب جوان پروګرام مقصد ځوانانو له خپل كاروبار پيل كولو له قرض وركول دي او دې لپاره بيلې شوې روپې به د وسائلو سره زياتوو۔په دې لړ كښې د بنك آف پنجاب کردار مهم دے ، ده ووئېل نيا پاکستان هاؤسنګ سکیم كښې پنجاب بېنك مهم كردار ترسره كړ??۔ده ووئيل په وړومبي ځل تنخا داره طبقې له د خپل كور آسانۍ وركړې كيږي او په دې لړ كښې قرض وركولو كښې ستونزې لري كړ?? شوي۔ وزيراعظم ووئيل د سیالکوټ خوارې كښو له د کالونی جوړولو غوښتنه شوي ن د نيا پاکستان هاوسنګ سکیم ترمخه سیالکوټ كښې به هغوي لپاره کالونی جوړولې شي۔