اسلام آباد 05 نومبر (اے پی پی)صدر ډاکټر عارف علوی سره د بو??نیا هرزیګووینا پریذیډنسی چیئرمېن شفیق جعفر ووچ د زيارت په ورځ ليدلې دي۔ دواړو لارښودو د يو بل د بنیادیومی ګټې لپاره د شريكې مرستې روانې ساتلو لپاره د عزم پخلے وكړو او د سیاست، معیشت، كلتور ، دفاع او په اولسي كچه د رابطو پشمول بيلو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو په حاجت ئې زور راوړو۔ د ایوان صدر لخوا جاري بيان له مخې صدر د بو??نیا پریذیډنسی چیئرمېن تود هركلے وكړو او د دوا??و هېوادونو ترمينځه په اړېكو ئې د اطمینان څرګندونه وكړه۔ صدر ووئيل د دوا??و هېوادونو ترمينځه خیرسګالي په كوټلې مرسته بدلولو ته اړټيا ده۔ ده ووئيل بو??نیا پریذیډنسی چیئرمېن دورې سره به د دواړه هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكې لا قوي شي۔ صدر د بو??نیا پریذیډنسی چیئرمېن په مقبوضه جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزو او د 5 اګست 2019ء د هند غیر قانونی او يو اړخيزه اقداماتو په اړه خبر كړو كومه چې د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل قراردادونو، نړيوال قانون او څلورم جنیوا کنونشن خلاف ورزی ده ۔ ده ووئيل د هند جارحانه رويه سيمه ايز امن او سلامتیا لپاره خطر لري ۔ دواړو لارښودو د يو بل بنیادی قامی ګټې په چارو شريكې مرستې روانې ساتلو له د عزم پخلے وكړو او دې خبرې ته صلاح ??ول چې پاکستان او بو??نیا هرزګووینا بايد ??ه بيلو څانګو كښې په ګډه كار وكړي۔ د بو??نیا پریذیډنسی چیئرمېن د خذمات اعتراف له صدر مملکت په يوه غونډه كښې هغه له د نشان پاکستان ایوارډ هم وركړو۔دې نه پس صدر د بو??نیا پریذیډنسی چیئرمین او د هغه د پلاوي په درناوي كښې ميلمستياﺀ هم وركړه۔