اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) وز??راعظم عمران خان وئيلي دي د تعليم ??ه اړه هېواد كښې د طبقاتي وېش خاتمې ته اوسنے حك??مت پام لرنه كوي٬ د قامي تعليمي پاليسۍ سره به د تعليم م??يار بهتر شي او د ټولنې ټولې طبقې به اختيار مندې كولو لپاره يو برابر موقعې ولري ،نوي كول ته د خاتم النبينۖ د مبارک ژوند او سنت پحقله بشپړه خبرتيا وركول پكار ده ځكه چې هم حضرت محمدۖ زمونږ رول ماډل دے او د محمدۖ سنت مونږ لپاره د لارې مشال دے۔ ده د ګل په ورځ د يو قامي تعليمي نصاب ??ه اړه د غونډې مشري كوله۔ په غونډه كښې د تعليم وفاقي وز??ر شفقت محمود، د پنجاب د تعليم وز??ر مراد راس، د پنجاب د لوړو زده كړو وز??ر ياسر همايوں، د خېبرپښتونخوا د تعليم وز??ر شهرام ترکئۍ، د تعليم پارلماني سېكرټري وجيهه اکرام او نورو لوړ پورو ګډون كولو۔ د وز??راعظم ميډيا آفس له مخې وفاقي وز??ر شفقت محمود غونډه خبر كړه چې په قامي كچه يو ډول تعليمي نصاب معرفي كولو مقصد د زده كوٶنكو تجزياتي او تخليقي صلاحيتونه رامخې ته كول دي٬ د دې نظام د لارې به زده كوٶنكي د تعليمې نصاب او د پاكستانيت رامخې ته كولو سره سره د صداقت٬ ايماندارۍ ، برداشت، احترام، همغږۍ٬ د ماحوليات ??ه اړه شعور ، جمهوريت، د بشري حقونو، د پرمختګ او د ذاتي تحفظ غوندې ځالانده اصولو نه خبر شي٬ يو ډول تعليمي نظام كښې د زده كوٶنكو كردار سازۍ ته خاص پاملرنه شوې ۔ غونډې ته ووئيل شول دا نصاب د ډېرې مودې د ترقۍ حدونو له مخې مرتب كړے شوے او د دې اطلاق به د هېواد په ټولو نجي او سركاري سكولونو او په ديني مدرسو هم وي۔ده ووئېل د اسلامي تعليماتو ودې په خاطر اسلاميات د درجه اول نه تر دولسم جماعت په نصاب كښې د جلا مضمون په توګه به ښودلے شي٬ اقليتونو څخه تعلق لرونكو زده كوٶنكو لپاره د مذهبي تعليماتو په نامه يو جلا مضمون معرفي كړے شوے كوم چې به د لومړي جماعت څخه ښودلے شي۔ غونډه خبر كړې شوه چې د يو ډول تعليمي نصاب محور زده كوٶنكي حاضر وخت د تقاضو له مخې په تعليم ښكلر كول دي٬ په دې لړ كښې سټېك هولډرز سره د مشاورت عمل بشپړ كړے شوے۔ وز??راعظم په دې موقع ووئيل د تعليم ??ه اړه په هېواد كښې د طبقاتي تقسيم خاتمې ته حك??مت پام لرنه كوي٬ يو ډول نظام تعليم نه يوازې د جديد دور تقاضا ده بلكې دا د هر كوچنې بنيادي حق دے۔ وز??راعظم ووئيل نوي كول ته د خاتم النبينۖ د ژوند مبارک او سنتو پحقله بشپړه خبرتيا وركول پكار ده ځكه چې هم حضرت محمدۖ زمونږ رول ماډل دے او د محمدۖ سنت مونږ لپاره د لارې مشال دے۔ وز??راعظم په دې خبره زور رواړو جې قامي تعليمي پاليسۍ سره به تعليمي معيار بهتر شي او د ټولنې ټولې طبقې به اختيار مندې كولو لپاره يو برابر موقعې ولري۔ وز??راعظم ووئيل د دې نظام د كاميابۍ انحصار د تدريسي عملې ??ه انتخاب او د كار ??ه استعداد كښې پروت دے٬ د نوې پاليسۍ په سوب به پاكستان كښې معياري تعليم ترلاسه كول ممكن كړے شي۔ده ووئېل يو ډول تعليمې نظام به د منطقې نورو هېوادونو لپاره د تقليد وړ مثال شي۔ وز??راعظم ته د اسلام آباد وفاقي نظام تعليم ??ه اړه بريفنګ او د تعليمي ادارو اپ ګرېډېشن پحقله هم خبر كړے شو