اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان مضبوطول ??ما ذمه واري ده٬ د مخالفې ډلې تحريك څخه هېچا ته خطر نه شته٬ نواز شريف دې په قامي ادارو تنقيد نه كوي بلكې هېواد ته دې راستون شي او د خپلو مقدمو پېروي دې وكړي٬ حكومت د كرونا مخنيوي لپاره ښه لائحه خپله كړې٬ د كراچۍ پېكج سره به صورتحال ښه شي۔ صدر ډاكټر عارف علوي دا خبرې د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره خپله خاص مركه كړې ۔ ده وو??يل په جمهوريت كښې تحريكونه چلېږي چې ورته ميډيا هم هوا وركوي۔ ده وو??يل زه پوخ باور لرم موجوده حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي۔ ده وو??يل د مخالفې ډلې د مشرانو په ادارو تنقيد كول ?? افسوس وړ خبره ده بايد مونږ د خپلو ادارو تحفظ وكړو۔ صدر وو??يل حكومت او مخالفه ډله دې د هېواد بهترۍ لپاره د يو بل سره مرسته وكړي۔ ده وو??يل د پاكستان حقيقي مسئلې كرپشن حل كولو لپاره هڅې روانې دي٬ احتساب كېږي٬ عدليه د كرپشن مقابله كوي۔ ده وو??يل زه د حكومتي كاركردګۍ نه زيات مطمئن يم۔ صدر وو??يل حكومت د كرونا وباء مخنيوي لپاره چې كومې هڅې كړې ھغه د ستائنې وړ دي ۔ده وو??يل زه په قامي مسائلو ټول يو كول ??واړم٬د مخالفې ډلې تور سم نه دے چې حكومت په آرډيننسز چلېږي٬ده وو??يل نواز شريف بهر ناست دے او د ادارو بدنامولو هڅې كوي۔په هېواد كښې چې څوك اړې ګړې راپېدا كوي زه د هغوي خلاف يم٬ټولې ادارې يو موټې دي او د كرپشن خلاف دي??ده وو??يل په مالياتي جرائمو كښې كه د چا اثاثې د آمدن نه زياتې وي نو هغه له ځواب وركول ??واړي او په اسلام كښې هم د آمدن نه د زياتو اثاثو ځواب وركول ??ته۔ده وو??يل عدليې ته سلام كوم كومه چې د كرپشن مقابله كوي۔ده وو??يل حكومت د قانون سازۍ لپاره د سېنېټ اليكشن ته انتظار كوي٬د پاكستان مېډيكل اينډ ډينټل ايكټ جوړ ش??ے هيله ده دې سره به بهتري راشي۔ده وو??يل د كورونا مقابلې له مېډيا٬علماﺀ او د اولس مرسته د ستائنې ده۔ده وو??يل پيمرا د نواز شريف او اشتهاري ملزمانو پھ وېنا ګانو نشر كولو چې كوم بندېز لګولے زه پھ دې حقله د حكومت ملګرے يم۔د هېواد ادارو ته د زيان رسولو هڅه كوونكو به مخ نيوې كول وي۔صدر وو??يل نواز شريف دې عدليې سره كړې وعدې ترسره كړي څوك چې د پليټ ليټس د كمي په سوب بهر تللے او اوس د هغه صحت ښه دے چاله چې هېواد ته بېرته راتلل او د خپلو كيسونو پيروي پكار ده۔ده وو??يل د دښمن د هېواد په ضد سازشونه كوي ٬ بهر هېواد كښې د اې?? كيو اې?? د باني په اشارو هېواد كښې قتل و غارت شوے او كله چې دا معامله برتانيې سره پورته كړې شوه نو د برتانيې حكومت وو??يل مونږ د معاملې څارنه كوٶ٬ د اې?? كيو اې?? د باني په معامله د برتانيې حكومت تاخير كړے۔ ده وو??يل د حكومتونو ترمېنځه د داسې چارو مخنيوي لپاره مرسته پكار ده۔ صدر وو??يل د نواز شريف په خبرو د هېواد دښمنان خوشحاله شوي۔ ده وو??يل حكومت د نواز شريف بېرته راوستلو لپاره هڅې كوي او په دې لړ كښې د هېوادونو ترمېنځه د ملزمانو د حواله كولو لوظنامه هم شته۔ ده وو??يل د كراچۍ پېكج سره به صورتحال ښه شي۔ ده وو??يل د سندھ مسائل د وفاق او سندھ حكومت ترمېنځه په مرسته كولو حل كېدې شي۔ ده وو??يل ما په 11 ستمبر د قائد په مزار د سندھ ګورنر او اعلٰې وزير ته وئيلي وٶ چې خپل مېنځ كښې د مرستې ماحول وساتې ۔ ده وو??يل كراچۍ لپاره 1100 اربه روپو پېكج سره به د اوبو ٬ سركلر رېلوے او د سېورېج عوندې بنيادي مسائل حل كولو له مرسته تر لاسه شي۔د ګلګت بلتستان پحقله صدر ډاكټر عارف علوي وو??يل ګلګت بلتستان د سياسي هنګامي نظر كول نه دي پكار او دا معامله زر حل كېدل پكار ده۔ ده وو??يل د فېټف په معامله هند د پاكستان بلېك لسټ كولو هڅې كړې خو ناكامۍ سره مخ شوے