اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې او ??حص??لاتو سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ د پاكستان سټ??ك اېكسچېنج ته د اسيا په تندې سره وړاندې تلونكي سټ??ك ماركيټ په اعزاز ترلاسه كېدو مباركي ??رك??لو سره وئيلي دي چې پاكستان سټ??ك اېكسچېنج په سختو حالاتو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كړې۔ ده دا خبرې په پاكستان سټ??ك اېكسچېنج كښې يوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ د وزيراعظم خاص سلاكار په دې موقع خاص مېلمه و۔ په دې موقع د سېكورټيز اېكسچېنج كميشن چيئرمېن عامر خان٬ د سټېټ بانك ګورنر رضاباقر٬ د پاكستان سټ??ك اېكسچېنج چيئرمېن سلېمان اېس مهدي ٬ د بورډ غړو ٬ د بانكونو٬ مالياتي ادارو او د تجارت او كاروبار اعلٰي شخصياتو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم سلاكار د سكوك بانډ په ګټه ترلاسه كېدو ډلې ته مباركي ??ركړه او د پاكستان سټ??ك اېكسچېنج كاركردګي ئې وستائله۔ ده ووئيل حكومت په وړومبي ځل د سكوك د لارې 200 اربه روپې راغونډې كړې دي۔ دستورې ته نورو چارواكو هم وېنا وكړه۔ د وزيراعظم سلاكار په دې موقع په سكوك كښې برخه اخستونكو ته يادګاري دستاوېزات هم وركړل۔