اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي هيله څرګنده كړې طالبانو سره د ستونزو باجود هم په نزدې راتلونكي كښې د شخړې د هواري لار رواتلې شي، دا لار هواره ساتلو لپاره طالبان اماده ليدلے كېږي، طالبان د دوحه په لوظنامه د من و عن عمل كولو پابند ??ي، طالب پلاوي سره په مثبت، تعميري او دوستانه ماحول كښې مذاكرات شوي . د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې د ملا برادر په مشرې كښې د اف??ان طالب پلاوي سره د مذاكراتو نه پس مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل په مذاكراتو كښې د كال 2019م نه واخله تر اوسه د حالاتو احاطه شوې. ده ووئيل په اف??انستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان كردار تل مثبت پاتې شوے. د اف??ان كډوالو ذكر كولو سره خارجه وزير ووئيل دوي نن هم په دې من??ه كوي چ?? پاكستان دوي لپاره د خپلو زړونو او كورونو دروازې خلاصې كړې. ده ووئيل پاكستان د وړومبې ورځې نه د اف??ان شخړې په سوله ايز حل ټينګار كړے. وزيراعظم عمران خان تل هم دا خبره كړې چې اف??ان شخړه په طاقت نه شي حل كېدې. تقريباً 22 كاله پس نړۍ دې نتيجې ته راورسېده چې د اف??ان شخړې يواځنې لار د سولې مذاكرات دي. ده ووئيل زمونږ منزل سوله ايز خوشحاله او مستحكم اف??انستان دے. خارجه وزير ووئيل ځينې قوتونه پرله پسې د اف??انانو ذهنونه متاثر كوي خو مونږ د اف??ان اولس بهتري غواړو. مونږ اف??انستان متحد ليدل غواړو، مونږ ګڼو چې امن او استحكام سره به په دې منطقه كښې د پرمختګ او روزګار موقعې پېدا شي او خپلو بچو لپاره به غوره سباٶن جوړ كړے شو