اسلام آباد۔26 جولائی (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د اتوار په ورځ خپل سعودي همڅنګ شهزاد فېصل بن فرحان آل سعود سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ د خارجه دفتر وياندې له مخې خارجه وزير د وزيراعظم ??مران خان لخوا د سعودي باچا شاه سلمان بن عبد العزيز صحت حوالې سره خېريت وپوښتل??۔ سعودي خارجه وزير د شاه محمود قرېشي مننه كولو سره ووئيل چې شاه سلمان د پتې كامياب آپرېشن كولو سره مخ په ښه كېدو دے۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د هغه زر تر زره روغ صحت او د زيات عمر دعا وكړه۔ دواړو خ??رجه وزيرانو په دغه مهال د ك??رو??ا وائرس وبائي صورتحال په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير خپل سعودي همڅنګ د پاكستان لخوا د ك??رو??ا وباﺀ خپرېدو مخنيوي له د سمارټ لاك ډاؤن په شمول نورو پورته كړې شويو ګامونو نه خبر كړو د كومو په نتيجه كښې چې د ك??رو??ا وائرس د خپرېدو شرح كمه شوې او د مړو شرح كښې هم كمې رامخې ته ش??۔ سعودي خارجه وزير ووئيل سعودي عربستان كښې هم حالات ښه پلو روان دي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي په دې اوسنيو ورځو كښې د سعودي عربستان په دفاعی تنصیبات د حوثي مليشيا لخوا د ترسره شويو ميزائل بريدونو په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره د پاكستان حكومت او اولس لخوا سعودي حكومت او اولس سره د يو والي څرګندونه وكړه۔ دواړو د ر??ان كال په حج هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو خ??رجه وزيرانو د ك??رو??ا وبائي صورتحال په شمول په نورو سيمه ايزو او د شريكې خوښې په چارو مشاورت جاري ساتلو ته صلاح شول۔