اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) وزيراعظم عسمران ??ان ?? احساس راشن پورټل، احساس لنګر، پناه ګاه اېپس او د وزيراعظم کرونا ريليف فنډ د وېب پاڼې پشمول د نورو (وېب پاڼو او اېپس) احساس اقدامات پېل كړې دي٬ د دې اقداماتو مقصد د كرونا وائرس پحقله د ريليف اقداماتو په لړ كښې د حكومت او ټولنې په زړه پورې اشتراك او مرسته باوري كو?? دي٬ د دې اقداماتو د پېل بنيادي مقصد ډونرز، د خېرښګړې ادارو او شتمندو له د آسانۍ وركولو سره سره هغوي بااختياره كو?? دي٬ چې ورسره به د كرونا وائرس په صورتحال كښې هغوي حكومت سره د لا همكارۍ د لارې اقدامات وكړے شي۔ د ګل په ورځ په دې لړ كښې راجوړې دستورې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران ??ان ووئيل حکومت د كرونا ځپلې ټولنې د بې وزله طبقې معاونت او م??ست?? لپاره عطيه كړې د هرې روپۍ په بابله د سپېځلتيا باوري كو??و عزم لري، حكومت د دې اړٶند اېپس او وېب پاڼو لانچ كو??و سره د سپېځلتيا په اړه ډونرز له اعتماد وركوي۔ د نوي لانچ كړې شوي اپيس او وېب پاڼې په اړه ده ووئيل په دې به د ټولو مستفيد كېدونكو فهرست خپرولے شي۔ ده واضح كړه په احساس پروګرام كښې په هر صورت سپځلتيا باوري كړې شوې ۔ په ده مهال وزيراعظم عمران ??ان ?? ډاکټر ثانيه نشتر او د ھغې د همكارانو د احساس كېش پروګرام د كاميابۍ په اړه د هلو ځلو هم ستائنه وكړه او وئ وئيل د پروګرام له مخې د روپو سپېځلے او موثره ترسيل باوري كړے شوے۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د كېش پروګرام د لارې مستحقو ??سانو له ضروري ريليف وركړے شوے۔ وزيراعظم عمران ??ان ?? وبا په مهال خپل روزګار د لاس نه د وركوٶنكې طبقې معاونت لپاره د احساس وېب پورټل په كاميابۍ هم د اطمينان څرګندونه وكړه چې له مخې ئې د بې روزګاره شوو مالي معاونت شوے۔ وزيراعظم د کرونا ريليف فنډ وېب پاڼې په اړه ووئيل په دې به ټول معلومات ترلاسه وي او ډونرز به نېغ په نېغه مسحقينو ته رسېدے شي او مرسته به كو??ې شي۔ وزيراعطم ووئيل د لاك ډاٶن له امله ګرده نړۍ غېر متوقع صورتحال سره مخ شوې ٬ تر دې چې په امريكا كښې اولس خوراك لپاره په لويو قطارونو كښې اودرېږي او په اټاليه كښې هم خلق د خوراك په ترلاسه كو??و كښې ستونزو سره مخ دي۔ وزيراعظم ووئيل كه صوبې د لاك ډاٶن په اپشن غور كو??و له خبره وكړي نو زه به د دې ملاتړ ونه كړم ځكه چې د چين د ووهان ښار په مقابل كښې دلته صورتحال مختلف دے