اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي) آئي اېم اېف انتظامي بورډ د کرونا وائرس وباء مخنيوي هلو ځلو په لړ كښې د نړ?? 25 ??ريبو هېوادونو لپاره د قرض په ادا كولو كښې د سهولت وركولو منظوري وركړې ۔ د آئي اېم ايف منېجنګ ډائريکټر کرسټالينا جوارګيوا د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې وئيلي دي د نړ?? 25 ??ريبو هېوادونو لپاره د قرض په ادا كولو كښې سهولت وركړې شوې خو دغه هېوادونه خپل محدود وسائل د كرونا وباء مخنيوي په هلو ځلو استعمال??لې شي۔ آئي اېم اېف چې كومو هېوادونو ته دا آسانۍ وركړي په ھغې كښې زياتره افريقائي هېوادونه دي خو په فهرست كښې افغانستان، يمن، نيپال اوهېټي هم شامل دي ۔ د آئي اېم اېف د انتظامي بورډ د پرېكړې له مخې دغې هېوادونو ته د مئي د وړومبۍ نيټې كال 2020 نه تر جون 2021 قرض ادا كولو سهولت وركړې شوې۔ په دې لړ كښې مالي معاونت د آئي اېم اېف د افتونو محدود ك??لو په ضد د جوړ كړي ريليف فنډ (سي سي آر ټي) څخه ورك??لې شي۔ د آئي اېم اېف منېجنګ ډائريکټر مرسته كوٶنكو هېوادونو او اېجنسو څخه په فنډ كښې د زياتو عطياتو وركولو نه علاوه د واجب الادا قرض ادا كولو كښې د لږ نه لږ تر دوو كالو د رعايت وركولو غوښتنه هم كړې ده