اسلام آباد ۔ 14 اپریل (اے پی پی) پاك چين اړيكې يو وارې بيا په سخت وخت كښې ازمائېلې شوي۔ كوم وخت چې نړۍ د کورونا وائرس (کوېډ 19) چېلنج سره مخ وه دغه وخت چين نه يواې ووهان كښې د پاكست??نو زده كوؤنكو خيال ساتلې بلكې پاكستان كښې په كورونا وائرس قابو موندلو له ئې په بېړني بنيادونو ضروري طبي مرسته او د خپلو ډاكټر??نو او پوه??نو يوه ډله پاكستان ته هم راولېږله۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر له مخې د چين پوه??نو (ډاكټرانو) يوه ډله كومې چې چين كښې لږه موده وړاندې د كورونا وائرس په ضد كامياب جنګ كښې برخه اخستې وه د پاكستان په دوره ده۔ د چين پوه??نو او ډاكټر??نو ډلې اسلام آباد ، پېنډۍ ٬ كراچۍ ٬ لاهور او كے پي كے كښې ډاكټر??نو ٬ اعلی حكومتي او د روغتيا وزارت چارواكو سره ملاقاتونه كړي۔ د كورونا وائرس مخنيوي او دې څخه تحفظ له چين تر دې دمه پاكستان ته 529924 اېن 95 ما??ک ، 33744 حفاظتی سوټس ،10 زره كټس ، 1558379 میډیکل ما??ک ، 36 وېنټیلېټر ، 180 تھرمامیټر ، 100 تھرمل اسکېنرز ، 24900 کلوز، 59376 ګوګلز ، 10 زره لېټر سینیټائرز او 1442 کلو د حفاظتی سامان جوړولو سامان رالېږلې۔ دغسې چين ګلګت بلتستان له هم طبي سامان رالېږلې وو كوم كښې چې 5 و??نټ??لټر ، 2 لکه ما??ک ، 2 زره اېن 95 ما??ک ، 2 زره ټېسټنګ کټس او 2 زره حفاظتي سوټس شامل ??و۔ دا سامان د چورلكو د لارې د ګلګت بلتستان بېلو برخو ته رسولې شوې