اسلام آباد 07 اپریل (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي اولس د كرونا وائرس وبا څخه محفوظ ساتل ا?? ریلیف وركولو ته وزیراعظم عمران ??ان پام لرنه كوي، د اولس په آسانيو كښې ولاړ خنډان به اونه زغملې شي۔ د نهې په ورځ خپل يو ټويټ كښې ډاكټر فردوس عاشق ووئيل د صوبو سره ??ه مرسته او همغږۍ به مخ په وړاندې ځوو او د مستحقو كسانو كورونو ته به رسيږو، د صنعتونو روانه ساتلو له به د نیشنل كوآرډینیشن كمیټۍ سفارشات هم كابینې ته وړاندې كولې شي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د ریلیف هڅو لپاره د ټائیګر فورس او د شته مندو په موثره كردار به تګلاره ترتیب كولې شي۔ دې ووئيل نن د كابینې په غونډه كښې به د حكومت ریلیف اقدامات لاندې ك??ې ته د منتقل كولو جاج اخستلې شي