اسلام آباد ۔ 14 فروری (اے پی پی) د تركيه اولنۍ مېرمنې امينه اردوان وئيلي دي په معاشي توګه خپلواكه مېرمنې د خپلو كورنيو مرسته او د قامي معيشت ودې له ګتور كردار ترسره كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې په ورځ د تھېليسميا رن??ورو مېرمنو ته د ګڼدلو مشينونه وركولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل په داسې رن?? د اخته مېرمنو د كورنيو بايد پرله پسې اخلاقي مرسته وكړې شي۔ دې ووئيل د پاكستان او تركيه ترمينځھ د ملګرتيا اړيكې به د دواړو هېو??دو??و د اولس په ګټه لا مستحكمې شي۔ دې پاكستان كښې د ت??یل??سمیا د رن??ورانو په شمېره كښې په پرله پسې زياتوالي د اندېښنې څرګندونه كولو سره ووئيل تركيه به د سماجي خېر ښېګړې په مېدان كښې پاكستان سره مرسته كوي۔ دې ووئيل په ت??یل??سمیا رن?? اخته مېرمنو ته د ګنډلو مشينونه وركولو سره به دې مېرمنو ته په خپلو پښو اودرېدو له مرسته ترلاسه شي۔ په دې مهال اولنۍ مېرمنې بېګم ثمينه عارف علوي ووئيل حكومت د مېرمنو د ټولنې ګټورې غړې جوړولو باندې كلك باور لري ولې چې دوئي د شموليت نه ځانله د قامي پرمختګ نظريه هېڅ معنی نه لري۔ دې ووئيل پاكستان بېت المال د اولس مشر او وزيراعظم وژن په رڼا كښې د مېرمنو په اختيارمنده جوړېدو بشپړ باور لري۔ دې ت??یل??سمیا رن?? سره د مخ مېرمنو ترمينځه د ګنډلو مشينونو وېش ستائنه كولو سره د تركيه اولنۍ مېرمن مننه وكړه۔ وروستو بېګم ثمينه علوي امينه اردوان ته روايتي شال وركړو۔د وزيراعظم د سماجي خېر ښېګړې او د غربت كمولو خاص مرستياله ډاكټر ثانيه نشتر او د پاكستان بېت المال اېم ډي عون عباس هم په دې موقعه موجود وو۔