لاهور 11 جنوري (اے پي پي) د سې??ېټ چيئرمېن ??اد?? سنجراني وئيلي دي چې كاروباري ټولنه د معيشت تر ټولو مهم جزو دے، د هېواد د معيشت ودې لپاره د تجارانو كردار ډېر ضروري دے، حكومت هڅه كوي چې كاروبار لپاره مناسب ماحول جوړ كړے شي. ده دا خبرې د خالي په ورځ د لاهور چېمبر صدر عرفان اقبال شېخ سره د ملاقات په مهال وكړې. د سې??ېټ چيئرمېن سره د ملاقات كولو مقصد تجارانو لپاره پاليسي سازې لپاره تجويزونه و??اندې كول وو. د سې??ېټ چيئرمېن ووئيل چې حكومت د صنعت او تجارت او د برآمداتو ودې لپاره نجي څانګې سره په ګډه ك??ر كول غواړي. ده ووئيل چې حكومت د معاشي پرمختګ اهداف ترلاسه كولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي.