اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې په پارلمان كښې مېرمنو ته په قومي پرمختګ كښې موثر كردار ترسره كولو لپاره موقعې وركوو۔ د مېرمنو د حقونو تحفظ د مترقي ټولنې ضرورت دے٬ د ټولنې پرمختګ او خوشحالې لپاره د مېرمنو كردار ډېر ضروري دے?? د ګل په ورځ په مېرمنو د تشدد د خاتمې نړيوالې ورځې په موقع په ????ل بيان كښې ده ووئيل چې له بد?? مرغه په ټوله نړۍ كښې مېرمنو سره امتيازي سلوك كولې شي٬ په مېرمنو جبر او تشدد كېږي او په ??خت ژوند تېرولو مجبوره كولې شي۔ زمونږ دين اسلام مېرمنو سره د ښه سلوك درس وركوي۔ اسلام مېرمنو ته مساوي حقوق او احترام وركوي۔ زمونږ مذهب مېرمنو سره د امتيازي سلوك سخت ممانعت كوي۔ ده ووئيل چې نړيواله ټولنه دې د مېرمنو حقونو لپاره شريكې هڅې وكړي۔ ده ووئيل چې د مېرمنو د حقونو په ??ړه د منفي سوچ او رويې بد??ولو ضرورت دے?? ده ووئيل چې په پارلمان كښې مېرمنې د قانون سازې په ??مل كښې ډېر فعاله كردار ترسره كوي۔ په ??ولسي چارو كښې د مېرمنو نمائندګي جمهوريت فعاله او مستحكم كوي