اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د سرور كائنات رحمت اللعالمين حضرت محمد ﴿ص﴾ په ولادت باسعادت د پاكستان پشمول د ټولې نړۍ مسلمانانو ته مباركي وركوم٬ د آقاكريم ﴿ص﴾ حيات طيبه يوه كامله نمونه حيات ده٬ د هغه ذات اطهر مونږ لپاره د لارښونې او د دنيا او آخرت د نجات ذريعه ده۔ د اتوار په ورځ په ټويټر د عيد مېلاد النبي ﴿ص﴾ په موقع په خپل پېغام كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې ??ن د نفرتونو خاتمې لپاره د نبي اكرم ﴿ص﴾ ذات اقدس تر ټولو روښانه مثال دے۔ د نبي كريم ﴿ص﴾ سيرت طبيه خپلولو سره مونږ نړۍ ته ښودلې شو چې د اسلام لمن څومره پراخه او زړه څومره پراخ ے۔ هغې ووئيل چې ??بي رحمت ﴿ص﴾ جهالت٬ نفرت٬ عصبيت او تنازعات ختم كړل۔ نن ضرورت دے چې ??ونږ هم هغه طرز عمل او رويه خپله كړو كومه چې آقا محترم ﴿ص﴾ خپله كړې وه۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د الله ??عالٰي او د هغه د محبوب د اطاعت مطلب انسانيت سره محبت٬ د دې فلاح او خېر غوښتل دي۔ د دې مطلب دا دے چې ??ونږ به نظام د??سې جوړوو چرته چې څوك خپل ځان بې وسه ونه ګڼي٬ چرته چې د حقونو تحفظ ذمه واري نه بلكې يو مقدس فرض وي۔ وزيراعظم عمران خان په دې لار او سوچ عمل كوي او د هغه د هڅو هم دا محور او مقصد دے۔