تهران 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د اتوار په ورځ د اېران اولس مشر حسن روحاني سره ملاقات وكړو۔ دواړو مشرانو په سيمه ايزو ا?? نړيوالو چارو مشوره و??ړه۔ د يوې مياشتې په مهال د دواړو مشرانو ترمېنځه دا دوهم ملاقات و۔ د وزيراعظم د دفتر د مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال وزيراعظم ووئيل چې پاكستان اېران سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ ده و??ئيل چې پاكستان په منطقه كښې امن او استحكام لپاره خپل كردار ترسره كولو ته تيار دے۔ وزيراعظم عمران خان په منطقه كښې د امن او سلامتيا په خاطر د خپل سفارتي كمپائن د برخې په توګه تهران ته رسېدلې۔ وزيراعظم سره خارجه وزير شاه محمود قريشي٬ د وزيراعظم خاص مرستيا سيد ذوا??فق??ر عباس بخاري او نور اعلٰي چارواكي هم وو۔