اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) قامي صحت وزارت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظ??ر مرزا په مشرۍ كښې وړومبې هېلت معلوماتي پورټل اجراء كړې شوې چې ورته د ”پاکستان هيلتھ نالج هب” عنوان وركړې شوې د۔ تاريخ كښې د صحت عمومي موضوعاتو او د خاص دلچسپۍ څانګو پحقله مواد په پورټل اېښودې شوې ٬ دا نالج هب به هېواد كښې د صحت څانګې پحقله نوټيفکيشن ٬رپورټس او د پبليکيشنز نورو معلوماتو وركولو ذريعه وګرځي۔ د نالج هب کليدي او اهم خ??وص??ت دا ي چې دې څخه محفوظ اېښودې شوې معلومات به په آسانۍ سره څوك نشي پټولې ۔ د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظ??ر مرزا د پورټل اجراء دستورې ته خپ??ې وېنا كښې ون سټاپ پورټل جوړولو لپاره د قامي صحت وزارت او د رېګوليشنز اېنډ کوآرډرنيشن د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ ډاکټر ظ??ر مرزا په صوبائي كچه هم نالج هب د خپ??ولو په لړ كښې د صوبائي نمائندګانو ډاډګيرنه وكړه٬ پاکستان هيلتھ نالج هب معلوماتو ته رسنې لپاره اوپن ذريعه ده او دا به د سركاري افسرانو ٬ اهلكارو ٬ علمي پوهانو٬ محققينو، پاليسۍ جوړوٶنكو او د پرېكړې كوٶنكو نه علاوه اولس لپاره د ټيکنيکل ريسورس په توګه كار كوي۔د صحت پورټل اجراء په دستوره كښې د صحت وفاقي وزارت ٬ د صحت صوبائي محمكمو چاوراكو ٬ د يو ??ېس اېډ او عمل درآمد كوٶنكو شراكت دارو جے ??ېس آئي، يونېسف او د صحت عامه نورو پوهانو ګډون وكړ