اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د پاكستان او قطر ترمېنځه په تجارت او سرمايه كارې كښې مرستې لپاره د وركنګ ګروپ جوړولو٬ د سېلګرې او تجارت پر??ختګ لپاره د مرستې پشمول د مني لانډرنګ او د ترهګرې د مالي مرستې مخ نيوي او د خفيه معلوماتو د تبادلې په اړه لوظنامې وشوې۔ د لوظنامو لاس??يك كېدو په دستوره كښې امير قطر شېخ تميم بن حمد الثاني او وزيراعظم عمران خان هم موجود وو۔ د دې څخه وړ??ندې د وزيراعظم عمران خان او د قطر امير ترمېنځه يو په يو ملاقات وشو او د پلاوو په كچه مذاكرات هم وشول چې پكښې د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو بحث وكړې شو۔ د دې نه پس د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په اړه د تفاهم يادښتونه لاس??يك كړے شول۔ د پاكستان او قطر ترمېنځه په تجارت او سرمايه كارې كښې مرستې لپاره د وركنګ ګروپ جوړولو په اړه د تفاهم يادښت لاس??يك شو۔ د قطر د خزانې وزير علي شريف العمادي او د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد تفاهم لاس??يك كړو۔ د سېلګرې او تجارت په څانګو كښې پر??ختګ لپاره د مرستې په اړه په يادښت د قطر د نېشنل ټورازم كون??ل عمومي سېكتر اكبر الباقر او د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزيرې فهميده مرزا لاس??يك وكړو۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مني لانډرنګ او د ترهګرې د مالي مرستې مخ نيوي او د خفيه معلوماتو د تبادلې په اړه په ايم او يو د قطر د فنانشنل انفارمېشن يونټ مشر شېخ احمد بن عيد الطهاني او د فنانشنل مانېټرنګ يونټ لنډ مهال ډي جي منير احمد لاس??يك وكړو۔