اسلام آباد 16 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د خزانې سلاكار ډاكټر عبدالحف??ظ شېخ وئيلي دي چې حكومت په هېواد كښې معاشي استحكام لپاره په مالياتي او كرنټ خساره قابو موندل غواړي٬ دواړه خسارې حكومت لپاره لوي چېلنجون?? دي۔ ده دا خبرې د آئي سي ا ے پي تر سيوري لاندې پوسټ بجټ پاكستان بېك آن ټرېك كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې مونږ ته د پخواني حكومت څخه 2 كهربه 30 اربه مالياتي خساره او په برآمداتو كښې صفر پرمختګ پاتې شوے او د 31 زره اربه روپو د قرضونو بوج هم مونږ ته پاتې شوے۔ ده ووئيل چې په دې نازك وخت كښې مونږ اقتصادي بحالې او پائيدار پرمختګ لپاره د مجموعي پرمختګ په پل?? تلل غواړو۔ حكومت د دې مشكل هدف ترلاسه كولو لپاره يو شمېر اقدامات كړي دي چې پكښې د دوست هېوادونو نه مرسته ترلاسه كول هم شامل دي۔ ده ووئيل چې د تېرو څو مياشتو په هڅو د كرنټ اكاؤنټ خساره 7 اربه ډالرو ته راوستل شوې۔ ده ووئيل چې حكومت به د اېمنسټي سكيم په موده كښې پراختيا نه كوي او د جون كال 2013م 30مه نېټه به د غېر ظاهر شويو اثاثو څرګندولو وروستې نېټه وي۔