اسلام آباد ۔ 17 مارچ (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد نصير آباد كښې د جعفر اېكسپرېس چاؤدنې پېښه غندلو سره د قيمي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه كړې د??۔ په پېښه كښې د څلور كسانو د حق رسېدو اطلاع ??رلاسه ش??ې د??۔ د اتوار په ورځ جاري كړې شوي بيان كښی شېخ رشيد احمد ووئيل د ابتدائي اطلاعاتو ل??خې د افسوس وړ دې پېښه كښې 4 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ ده ووئيل د پېښې ځائې كښې د ريليف او ريسكيو عمليات روان دي په كومو كښې چې د رېلوے عمله او نورې ادارې برخه اخلي۔ ده ووئيل رياست به د ترهګرو په ضد سخته كارروائي كوي او چا سره به نرمي كولې نه ش??۔ ده ووئيل د ټرېنونو او مسافرو په نښه كول د ترهګرۍ تر ټولو زيات د بزدلۍ ګام دے۔ دوئي آسان هدف په نښه كوي۔ شېخ رشید احمد ووئيل د ترهګرۍ پېښو څخه بچ كېدو له به رياستي ادارو سره په ګډه ټرېك پټرولنګ فعاله كولې شي۔