اسلام آباد 20 فروري(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په هېواد كښې د ټېكس كلتور ته ودې وركولو له به سوچ بدلول وي٬ټېكس وركوونكي زمونږ ل??ار?? وي آئي پيز دي٬ 17 لكه فائلرز د 21 كروړه كسانو بوج نه شي پورته كولې٬د اېف بي آر نظام او ګورننس كښې ښه والي راولو٬دې سره به كاروبار له آسانې پېدا شي او هېواد ته به نوره سرمايه كاري هم راشي۔ده د شورو په ورځ د وړومبي صف ټېكس وركوونكو له د تعريفي اسنادو وركولو دستورې ته خطاب كولو۔په دې موقع د خزانې وزير اسد عمر او د ريونيو دوهم وزير حماد اظهر هم خطاب وكړو۔وزيراعظم ووئيل زمونږ ل??ار?? هغه څوك وي آئي پيز دي كوم چې زيات ټېكس وركوي٬مونږ به هغوي له عزت او احترام وركوو۔د ووئيل د 70 په لسيزه كښې صنعتونه د قاميانه پالېسۍ نه پس په هېواد كښې سرمايه جوړول جرم ګرحېدلې ؤ او د يو خاص سوچ ترمخه سرمايه كارو ته سپكې سپورې وئېلې كېدې چې ورسره د هېواد معيشت ته زيان رسېدلې٬ ده ووئېل كه دا سوچ بدل نه كړی شو نو مونږ به نور هم ستونزو سره مخ شوو ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل څوك چې دا ګڼي چې نن حالات سخت دي د كومو مثال چې د ګاز څانګه ده چرته چې خساره دومره زياته ??وې چې دغې څانګې له بانك هم قرض وركولو له چمتو نه ؤ ٬ ده ووئېل كه د ګاز بيعه نه وه زياته ??وې نو د ګاز كمپنۍ به بندې ??وې وې۔وزيراعظم ووئيل مونږ له به پخپله خپله ځا?? د ??ړۍ په تناظر كښې د حالاتو له مخې بدلول وي٬ ده ووئېل په هېواد كښې ??وا??ې 17 لكه كسان ټېكس وركوي كوم چې د 21 كروړه اولس بوج نه شي زغملې۔ وزيراعظم ووئيل په ټول پاكستان كښې 72 زره كسان داسې دي كوم چې د 2 لكه څخه زيات آمدن څرګندوي۔په ټوله نړۍ كښې دا خبره ثابته ??وې چې وګړي ټېكس وركول نه غواړي هغوي ته دا معلومه ده چې زموڼږ په پيسۍ حكمرانانو عياشۍ كړې ۔ده ووئيل مونږ د مدينې رياست خبره كوو خو له بده مرغه وګړي د هغوي د تصور څخه واقف نه دي خو دا يو لويې ماډرن تصور دے چې پكښې د زكواة نظام معرفي ??وې او مالداره كسانو څخه پيسې په كمزورې طبقه خرڅ كړې كېږي۔وزيراعظم ووئيل زمونږ هېواد هم د اسلامي فلاحي رياست پھ تصور جوړ ??وې خو نن مونږ د دې څخه ډېر لرې تللي يو۔ عمران خان ووئېل نن لوېديز ځكه زمونږ څخه وړاندې دے چې هلته د ځناورو هم خيال ساتلې كېږي۔ده په دې موقع د خليفه راشد حضرت عمر “رض”حواله وركولو سره ووئيل هغه وئېلي وو كه د درياب پھ غاړه يو سپې هم د لوږې مړ شي نو زه به د هغې ځواب وركوونكې يم۔نن لوېديز رياستونو دغه تصور خپل كړې او كامياب شوي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل مونږ په سړكونو او فټ ??ار??ونو پرتو غريبانانو ل??ار?? ځايونه جوړ كړي د كومو چې چا سره هېڅ فكر نه ؤ ۔دا هغه نظام دے د كوم ل??ار?? چې مونږ هلې ځلې كوو۔وزيراعظم ووئيل مونږ د ټېكس شرح نه زياتوو بلكې د هغې كسانو څخه ټېكس اخلو كوم چې اهل دي۔دې مقصد ل??ار?? به په هېواد كښې د ټېكس كلتور ته وده وركول وي٬ ده ووئېل زمونږ حكومت په دې حقله اقدامات پېل كړي٬مونږ سادګي اختيار ګړی او خرڅونه مو كم كړي۔ده ووئيل وزارتونو ته وئېلې شوي چې لس٬ لس فيصده خرڅونه كم كړي دغسې د وزيراعظم هاؤس په خرڅونو كښې 30 فيصده كمې كړې ??وې او تراوسه 15 كروړه روپۍ بچت شوې۔ده ووئيل زه پخپله په خپل كور كښې پاتې كېږم او د خپل كور خرڅونه پخپله پورته كوم٬ن?? د ??زيراعظم كوم ك??مپ آفس نشته٬د دې څخه وړاندې پنځه پنځه ك??مپ آفس جوړ شوي وو چې مطلب يې د هغوي د كورونو ټول خرڅونه د ټېكس څخه وركول وو٬ ده ووئېل هغوي د قام په پيسه عياشۍ كولې او نن هم د بهر هېواد څخه درملنې كوي۔ده ووئيل هغوي تر 30 كاله اقتدار كښې وو خو داسې روغتون يې نه دې جوړ كړی چرته چې هغوي خپله درملنه وكړي۔ده ووئيل مونږ پريكړه كړې چې د ټېكس په روپو به څوك هم درملنې ل??ار?? بهر ته نشي تللې٬ټول به په پاكستان كښې درملنې كوي دغسې چې د پاكستان روغتونونه سم شي۔ده ووئيل ما دوه وارې شوكت خانم ميموريل روغتون كښې درملنه كړې۔د ټېكس پيسه د عياشيانو ل??ار?? نه ده۔وزيراعظم ووئيل زه هغه خوش قسمه انسان يم چا چې تر ټولو زياته پيسه راجمع كړی ٬ وګړو ??وا??ې د شوكت خانم روغتون ل??ار?? شپږ اربه روپۍ عطيه كړی او په دغه روغتون كښې 80 فيصده د غريبانانو وړيا درملنه كېږي دغسې نمل پوهنتون چرته چې د 90 فيصده د غريبانانو بچي تعليم ترلاسه كوي۔د دغه پوهنتون جوړولو او چلولو ل??ار?? هم قام پيسه وركوي۔ده ووئيل قام هله پيسه وركوي كله چې هغوي باور ولري چې زمونږ پيسه نه غلا كېږي۔وزيراعظم ووئيل مونږ په هېواد كښې د ټېكس كلتور ودې ل??ار?? كار كوو۔په دې لړ كښې اېف بي آر كښې اصلاحات كېږي۔ده ووئيل په هېواد كښې صنعتونو ته اړتيا ده دغسې چې د روزګار موقعې راپېدا شي۔وزيراعظم د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلما?? د ??اكستان دورې حواله وركولو سره ووئيل هغه پاكستان ته سرمايه كارۍ ل??ار?? ځكه راغلې وو چې دلته صلاحيت او موقعې شته۔د دې څخه وړاندې وزيراعظم تر ټولو زيات ټېكس جمع كوونكو له تعريفي اسناد وركړل