اسلام آباد ۔ 17 ف??وری (اے پی پی) پاکستان د پلوامه بريد په اړه هندي بيان رد كولو سره وئيلي دي داخلي سیاسي مفاداتو لپاره دړكې او جارحيت د منطقې د امن په ګټه نه دې۔ هند له به د “زه نه منم” ګردان نه بهر كېدل وي?? د ??شميري زلمو په ضد رياستي تشدد به ختمول او د مذاكراتو لار به خپلول وي۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند د هندي داخله وزارت وياند ادعا په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل پاكستان هندي تورونه ځكه رد كړي چې دا د بريد څخه سمدست?? وروستو د كوم تحقيق نه غېر لګولې شوي دي۔ پخوا هم دهند دغسې د بې بنسټه تورونو عادت پاتې شوې۔ وياند ووئيل جېش محمد(جے ای ایم ) 2002 څخه پاكستان كښې كالعدم تنظيم دې او پاكتستان په دې عملدرآمد كښې خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ وياند د “جے اے اېم د ذمه وارۍ ادعا ” او د بريد كوؤنكي وېډيو سره د اړوندې هندي ادعا په اړه په هندي دريځ كښې ښكاره تضاد ته ??ام ګرځولو سره ووئيل يو اړخ ته خو هند غیر تصدیق شوې سوشل ميډيا مواد “ګولډ سټېنډرډ” مني ولې ددې په ضد چې كله انډین حاضر سروس نیوی کمانډر کلبھوش یادیو پاکستان كښې د تخريبي هلو ځلو اعتراف وكړو او ذمه واري ئې ومنله نو هند منكر شو۔ وياند ووئيل هند بايد خپل احتساب په خپله وكړي او د خپلو سېكورټي او انټېلي جنس ناكامو په اړه ځواب وركړي۔ هند بايد د كال 2017 څخه د بنديوان عادل احمد ډار په حقله د راپور هم سپناوې وكړي۔ وياند ووئيل پاكستان هند سره اړيكې د معمول ترمخه كول غواړي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان خپل هندي همڅنګ نرېندر مودي ته خپل خط كښې وئيلي وو كه هند يو قدم پورته ??ړي نو پاكستان به دوه قدمه پورته ??ړي۔ ده د دوه اړخيزه اړيكو د معمول ترمخه كولو له د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال ددواړو هېوادونو خارجه وزيرانو ترمينځھ د ملاقات وړاندېز هم وركړې وو ولې هند په بې بنسټه جواز ملاقات منسوخ كړې وو