اسلام آباد ۔ 8 دسمبر (اے پی پی) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي د پاكستان تح??يك انصاف حكومت د احتساب په بشپړ?? ډول ملا??ړ كوي۔ د ټولو كرپټ كسانو په ضد به د كوم فرق نه غېر احتساب روان وي۔ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل ??ېب په مكمله توګه يوه آزاده او خپلواكه اداره ده۔ د حكومت د دې سركاري معاملاتو سره هېڅ تعلق نشته۔ ده ووئيل د ??ېب موجوده چيئرمېن ټاكنه د پاكستان مسلم ليګ نون پخواني حكومت كړې وه۔ د شريفې كورنۍ او پي پي پي مشرتابه ټولې مقدمې او رېفرنسز هم د پاكستان مسلم ليګ نون په پخواني حكومت كښی پېل شوې وو۔ ده ووئيل حكومت د نيا پاكستان هاؤسنګ سكيم پ?? ډول د خېر ښېګړې منصوبې اولس لپاره پېل كړې دي۔ وزیراعظم عمران خان شېلټر منصوبه هغه بې كوره كسانو لپاره پېل كړې كوم چې په سړكونو ژوند كوي او په سړكونو اوده كېږي۔ د جعلي اكاؤنټس په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل اېف آئي ??ے بايد د ټولو جعلي اكاؤنټس كېسونو پلټنيو كښې خپل كردار ترسره كړي