لندن 06 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو ??فاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي سي پېك تر ټو??و مهمه اقتصادي پروژه ده٬د اروپائي ائتلاف پشمول نور هېوادونه دې اقتصادي موقعو څخه استفاده كولې شي٬د كرتارپور لارې پرانستلو سره نوې تاريخ رقم شوې٬د وزيراعظم عمران خان د سوګند پورته كولو نه پس سعودي او چين سره اړيكې نوې لوړی كچې ته رسېدلې٬د پاكستان او امريكې مخ په ښه كېدو دي ٬د پاكستان تحريك انصاف اقتدار ته راتلل د ټو??نې د مينځنۍ طبقې لخوا د بدعنوانۍ او سټيټس كو په ضد انقلاب دے٬په وړومبي ځل طاقتور كسان د قانون فشار محسوسوي٬د سول او عسكري ادارو ترمينځه پياوړې همغږي ليدې شي۔ده دا خبرې تېره ورځ په انټرنېشنل انسټي ټيوټ آف سټرټېجك سټډيز كښې د خپلې وېنا په مهال وكړې۔د اطلاعات وفاقي وزير ??وئ??ل پاكستان يو ښكلې هېواد دے كوم چې نړۍ پوره نه دې پېژندلې۔ده ??وئ??ل د 1980 څخه سختو حالاتو سره مخ يو٬كه كوم بل هېواد داسې حالاتو سره مخ ؤ نو بچ وتل يې ګران وو۔د اطلاعات وزير ??وئ??ل پاكستان د دې ټو??و چېلنجونو ??قابله كړی۔پھ اسلامي هېوادونو او درېمه نړۍ كښې د جديد هېواد په توګه وړاندې راغلې٬ ده ووئېل په پاكستان كښې ټو??ې ادارې فعاله دي او خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كوي۔ده ??وئ??ل په پاكستان كښې عدليه آزاده ده او مېډيا متحرك ده او په پاكستان كښې مېديا بې مثاله آزادي لري۔وفاقې وزير ??وئ??ل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت جوړېدل د پاكستاني قام د سياسي پوهې څرګندونه ده۔ده ??وئ??ل د كرتار پور لارې پرانستې سره يو نوې تاريخ جوړ شوې او مونږ په انتظار يو چې هند د كشمير په اړه د خپل نظر بېرته جاج واخلي٬ ده ووئېل كشمير د زمكې نه بلكې انساني مسئله ده٬هيله ده چې يو ورځ به پاكستانو ??سلمانانو ??ه هم اجمير شريف درګاه ته د تللو اجازه وركړی شي۔ده ??وئ??ل امريكا نړيوال طاقت د او د دغې اهميت نه خبر يو٬د پاكستان وزيراعظم افغانستان كښې امن او استحكام لپاره غوره تجويز وړاندې كړې٬ فواد چوهدري ووئېل د پاكستان تحريك انصاف حكومت راتللو سره د پاكستان او امريكې اړيكې مخ په ښه كېدو دي۔د امريكائي اولس مشر لخوا د پاكستان وزيراعظم ته خط او افغانستان لپاره د خاص استازي زلمے خليل زاد د وزيراعظم سره ملاقات د اړيكو د بهترۍ ثبوت دې۔ده ??وئ??ل د عمران خان ترجيح اولس د غربت نه خلاصول دي او د اوسني حكومت پالېسۍ دې مقصد لپاره دي۔ده ??وئ??ل پاكستان د كشمير د مسئلې په سوله ايز حل باور لري٬د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې پاكستان په سمه لار روان شوې٬ د اطلاعات وزير ووئېل د بدعنوانۍ خاتمه او سپيځلتيا د اوسني حكومت چغه ده۔ده ??وئ??ل زما تعلق د پوټهوهار جهلم سيمې سره دے۔دپوټهوهار سيمه د نيمې وچې په تاريخ كښې ډېر اهميت لري۔د سكندراعظم او د راجا پورس په دې سيمه كښې جنګ شوې ؤ ۔ده ??وئ??ل د سوئېلي پنجاب غوندې د پاتې سيمو پرمختګ د حكومت د منشور مهمه برخه ده۔وفاقې وزير ??وئ??ل حكومت به د بدعنوانۍ په ضد هڅې روانې ساتي او د ترهه ګرۍ په ضد ټو?? قام يو موټې دے۔د اطلاعات وزير ??وئ??ل د اولس د خواهشاتو له مخې به د كرپشن په ضد اقدامات روان ساتو۔ده ??وئ??ل سي پیك سره به په منطقه كښې پرمختګ او خوشحالي راشي٬پاكستان د هند پشمول ټو??و ګاونډيانو سره ښې اړيكې غواړي۔د دې نه پس د اطلاعات وزير د انټرنېشنل انسټي ټيوټ آف سټرټېجك سټډيز چارواكو سره ملاقات وكړو۔د اطلاعات وزير ته د انسټي ټيوټ په اړه بريفنګ وركړې شو۔ وفاقې وزير د ادارې جديد كولو خواهش څرګند كړو ۔په دې موقع